دخپریدو نیټه :پنجشنبه ۲۳ قوس ۱۴۰۲ ساعت ۰۹:۴۸
د مطلب کود : 282166
په افغانستان کې د ښځو لپاره د ملګرو ملتونو استازې د بامیان له والي سره په کتنه کې؛

ملګري ملتونه باید د بامیان د ښځو تولیدات د سیمې او نړۍ بازارونو ته معرفي کړي

ملګري ملتونه باید د بامیان د ښځو تولیدات د سیمې او نړۍ بازارونو ته معرفي کړي
د باميان والي د افغانستان په مرکزي ولايتونو کې د ښځو په چارو کې د ملګرو ملتونو له استازې سره په کتنه کې وويل چې ملګري ملتونه بايد د باميان د سوداګرو ښځو ملاتړ وکړي او خپل توليدات د سيمې او نړۍ بازارونو ته معرفي کړي.
افغان غږ خبری آژانس - بامیان: د بامیان، غور، غزني او دایکنډي په مرکزي سیمو کې د ښځو په چارو کې د ملګرو ملتونو سازمان استازې د قوس په ۲۲ مه د بامیان ولایت له والي سره وکتل او د کډوالو او د ښځو د سوداګرۍ د ودې په اړه خبرې وکړې.
 
په دې کتنه کې د باميان والي مولوي عبدالله سرحدي له پاکستان څخه د شړل شويو مهاجرينو د وضعيت په باب خبرې وکړې او زياته يې کړه: د ژمي په سړه هوا کې د مهاجرينو جبري شړل د اسلام او د ګاونډيتوب له حق څخه لرې عمل دى.
 
خو دده په وینا د اسلامي امارت د حکومت له لوري په ترسره شویو اقداماتو سره په هیواد کې د مهاجرینو لپاره د استوګنې او اسانتیاوو د برابرولو په برخه کې کومه ځانګړې اندیښنه نشته.
 
د باميان والي د سوداګرو ښځو د ملاتړ غوښتنه وکړه او ويې ويل: د باميان ولايت په مرکز کې د سوداګرو ښځو د لاسي صنايعو او توليداتو د پلورلو دوه تجارتي مرکزونه فعاليت لري او ملګري ملتونه بايد د باميان د سوداګرو ښځو ملاتړ وکړي او خپل توليدات معرفي کړي. 
 
په همدې حال کې په مرکزي زون کې د ښځو په چارو کې د ملګرو ملتونو استازې آغلې یاسمین جېسوال هم څرګنده کړه: ملګري ملتونه په افغانستان کې د ښځو لپاره د ښځو د ظرفیت د لوړولو او ودې په برخو کې بنسټیز فعالیتونه لري او دغه سازمان هم د راستنېدونکو مهاجرینو تر پوښښ لاندې دی. 
 
په مرکزي زون کې د افغان ښځو لپاره د ملګرو ملتونو سازمان مسوول وويل: د ښځو لپاره د ملګرو ملتونو سازمان په بنسټيزه توګه د لبنياتو، سوداګريزو محصولاتو او د ښځو د لاسي صنايعو په برخو کې فعال دى او هڅه کوي چې له سوداګرو ښځو څخه ملاتړ وکړي او د هغوى توليدات او کورني توليدات وپلوري.
https://avapress.com/vdcaiunui49na61.hxk4.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته