دخپریدو نیټه :شنبه ۹ جدی ۱۴۰۲ ساعت ۱۴:۳۶
د مطلب کود : 283128
په میدان وردګ کې د بیت المقدس د نښان سره د جومات د جوړولو چارې بشپړې شوې
د میدان وردګ ولایت د اطلاعاتو او کلتور ریاست سیمه ییز چارواکي وايي، په دغه ولایت کې د اته میلیونه افغانیو په لګښت د بیت المقدس د نښان ترڅنګ یو جومات هم ګټې اخیستنې ته وسپارل شو.
افغان غږ خبری آژانس: د میدان وردګ سیمه ییزو چارواکو په وینا، دغه جومات چې د دغه ولایت په سیداباد ولسوالۍ کې جوړ شوی، یو یتیم خانه هم لري.

د ځايي چارواکو په وينا، دغه جومات د سيداباد ولسوالۍ د ينګي تنې کلي د سوداګرو او خلکو په مالي مرسته جوړ شوى دى.

تر دې وړاندې هم په کابل او نورو ولایتونو کې د بیت المقدس د نښان سره څو جوماتونه جوړ شوي وو.
https://avapress.com/vdcj8te8ouqeovz.b,fu.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته