دخپریدو نیټه :دوشنبه ۲۵ جدی ۱۴۰۲ ساعت ۱۶:۱۵
د مطلب کود : 284261
د بامیان په مرکز کې د اوبو د یوه کوچني بند د جوړولو کار پیل شو
د بامیان په مرکز کې د څه باندې دوه میلیونه افغانیو په لګښت د اوبو د یوه کوچني بند د جوړېدو چارې پیل شوې.
افغان غږ خبری آژانس - بامیان: نن دوشنبه (د زمري ۲۵مه) د بامیان د مرکز اړوند د فاطمیون په سیمه کې د بامیان د والي مولوي عبدالله سرحدي په حضور کې د اوبو د یوه کوچني بند د جوړولو کار پیل شو.

د چارواکو په وینا، دا پروژه د دوه میلیونه ۲۹۱ زره ۴۳۱ افغانیو په لګښت جوړېږي.

ويل شوي دي چې ددغې پروژې تطبيق د فولاد د ترميم د ساختماني شرکت له خوا او د باميانو ولايت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ رياست تر مستقيمې څارنې لاندې ترسره کيږي.

د دغه بند په جوړېدو سره به ۶۰۰ جریبه کرنیزه ځمکه خړوبه شي.

د يادونې وړ ده، چې په تېره يوه مياشت کې د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت له خوا د باميانو په مرکز يکاولنګ، ۱ او ۲ نمبر ورس، شيبر، کهمرد، سيغان او د باميان په مرکز کې د اووه بندونو پروژې ګټې اخيستنې ته وسپارل شوې. 
https://avapress.com/vdciq5arzt1avr2.k6ct.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته