دخپریدو نیټه :جمعه ۲۹ جدی ۱۴۰۲ ساعت ۱۳:۰۳
د مطلب کود : 284502
په سیغان ولسوالۍ کې د څه باندې درې میلیونه افغانیو په لګښت د اوبو رسولو د یوې پروژې د جوړېدو چارې پیل شوې
د باميان ولايت د سيغان ولسوالۍ په قره خېلو کلي کې د څه باندې درې ميليونه افغانيو په لګښت د اوبو رسولو د يوې صحي شبکې د جوړولو کار پيل شو.
افغان غږ خبری آژانس - بامیان: د بامیان ولایت والي مولوي عبدالله سرحدي او ورسره مل پلاوي د دغې پروژې د پرانېستې په مراسمو کې وویل: د دغې حیاتي پروژې د جوړولو د کار په بشپړیدو او په عملي کیدو سره به د دغه ولایت د خلکو د سیغان ولسوالۍ د قره خېلو کلي د څښاک د پاکو اوبو د نشتوالي له امله د خلکو ستونزې هوارې شوې.
 
د باميانو والي دغه راز له خلکو وغوښتل چې د اوبو رسولو د دغې پروژې د عملي کولو او ګړنديتوب په خاطر دې له سيمه ييزې شورا سره همغږي او د دغې پروژې له مسوولينو سره همکاري وکړي.
 
ویل شوي، چې د اوبو رسولو دغه صحي شبکه د ۳ میلیونه ۶۲۲ زره افغانیو په لګښت د بامیانو ولایت د کلیو د بیارغونې او پراختیا ریاست تر څارنې لاندې د تطبیق کوونکي شرکت له خوا چې د اسلامي رفاه موسسې له خوا تمویلیږي، جوړه شي.
 
د چارواکو په وینا د دې پروژې په بشپړیدو سره به ۱۵۰ کورنۍ له پاکو اوبو څخه برخمنې شي.
https://avapress.com/vdcgzt9xxak97n4.1gra.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته