افغان غږ خبری آژانس - مزارشریف: د بدخشان ولایت د امنیې قوماندانۍ چارواکو تیر کال د دغه امنیتی ارګان د کار په اړه د یوې اعلامیې په خپرولو سره دغه احصایې له نشه يي موادو سره د مبارزې په اړه مطرح کړې او زیاته کړې یې ده چې د دغه ولایت د امنیې قوماندانۍ د عوایدو زیاتوالی د پاسپورت د ورکولو په څانګه کې هم ډیر شوي او له ۹۴ میلیونو افغانیو څخه زیات عاید لري.
د بدخشان پوليسو دغه راز ويلي دي چې څه دپاسه ٣٨٠ ميليونه افغانۍ د موټر چلولو د جواز د غوښتوونکو له تادياتو او نورو چارو څخه ترلاسه شوي دي او په ١٤٠٢ لمريز کال کې په ترافيکي پيښو کې څه ناڅه ٣٨٠ تنه مړه او ټپيان شوي دي.
د يادونې وړ ده، چې بدخشان د افغانستان يو له غرنيو ولايتونو څخه دى او له تاجکستان، چين او پاکستان سره ګډه پوله لري، چې له همدې امله دغو هېوادونو ته هر ډول نشه يي توکي قاچاق پکې ډیر دي، له بلې خوا په بدخشان کې د خپل غرني طبيعت له امله ترافيکي پېښې او مرګ ژوبله هم زياته ده.