دخپریدو نیټه :سه شنبه ۷ حمل ۱۴۰۳ ساعت ۱۳:۴۴
د مطلب کود : 287890
د سږ کال د حج په مراسمو کې د افغان حاجیانو شمېر ۳۰ زره دی
د اسلامي امارت د ارشاد، حج او اوقافو وزارت سرپرست په کابل کې د یوې غونډې په ترڅ کې وویل چې سعودي عربستان سږ کال افغانستان ته ۳۰ زره د حج سهمیه ورکړې او دغه سهمیه په شفافه او عادلانه توګه د ټول هېواد د حج کوونکو ترمنځ وېشل شوې دي.
افغان غږ خبری آژانس - کابل: د اسلامي امارت د ارشاد، حج او اوقافو وزارت مطبوعاتي کنفرانس نن سه شنبه د حمل ۷ مه د حکومت د اطلاعاتو او رسنیو په مرکز کې ترسره شو.
 
په همدې حال کې د ارشاد، حج او اوقافو وزارت سرپرست مولوي نورمحمد ثاقب وویل: موږ هڅه کوو چې خپلو ګرانو هېوادوالو ته د حج د مناسکو په ادا کولو کې لا ښه خدمات وړاندې کړو.
 
د نوموړي د څرګندونو له مخې، سعودي عربستان سږ کال افغانستان ته د حج لپاره ٣٠ زره سهمیه ورکړې، چې په شفافه او عادلانه توګه د هېواد په ګوټ ګوټ کې د حج غوښتونکو ترمنځ وېشل شوې دي.

د حج او اوقافو وزارت سرپرست زیاته کړه، چې پر عامو خلکو سربېره د امارت د ادارې مجاهدینو، د شهیدانو وارثینو، معلولینو او مهاجرینو ته هم سهمیه ټاکل شوې ده.

هغه په ​​ډاګه کړه، چې د حج او اوقافو وزارت په مکه او مدینه منوره کې د افغان حاجیانو لپاره د لازمو اسانتیاوو د برابرولو لپاره هر اړخیزې هڅې کړې دي.

مولوي نورمحمد ثاقب وايي چې د حج د مناسکو د تدريس او لارښوونې لپاره وړ او با استعداده استادان ګومارل شوي دي.

هغه وويل: "موږ د حاجيانو د اقتصادي وضعيت په پام کې نيولو سره، حاجيانو ته په کم لګښت د لازمو اسانتياوو د برابرولو لپاره لازمې هڅې کړې دي، د دغه وزارت چارواکي د حاجيانو خدمت کول خپله شرعي دنده او مکلفيت ګڼي."

د اسلامي امارت د ارشاد، حج او اوقافو وزارت د سرپرست د وینا له مخې، سږ کال د هر حج د لګښت ټولیز لګښت ۳۸۶۵ ډالره دی، خو شیعه حاجیان له دې رقم څخه پنځوس ډالره اضافي ورکوي.

هغه زياته کړه چې دوه کورني هوايي شرکتونه بيت الله شريف ته د حاجيانو د لېږد مسووليت لري.
https://avapress.com/vdcjhae8yuqeooz.b,fu.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته