افغان غږ خبری آژانس - مزار شریف : د بلخ ولایت ویاند عطاء الله زید په دغه ولایت کې د کارګرو ځوانانو لپاره د کاری وسایلو د ویش په اړه د
افغان غږ خبری آژانس خبریال ته وویل: شاوخوا شپږ میاشتې وړاندې د بلخ ولایت د کار او ټولنيزو چارو رياست د يونيسف د دفتر په همکارۍ په سړکونو کې د کار کوونکو لپاره مسلکي او تخنيکي زده کړې پيل کړې او په دې پروګرام کې ٢٠٥ تنکي ځوانان تر پوښښ لاندې نيول شوي دي.
هغه څرګنده کړه، د هغو تنکيو ځوانانو لپاره چې په سړکونو کې کار کوي، شپږ مياشتنى مسلکي او تخنيکي روزنيز پروګرام کولاى شي هغوى د مهارتونو د ترلاسه کولو، نوښت او پرمختګ لامل شي.
نوموړي ومنله چې د دغه شپږ میاشتني روزنیز کورس په پای کې پر ګډونوالو کاري وسایل وویشل شول او دا ډول پروګرامونه د کارګر د ژوند د کیفیت په لوړولو کې مرسته کوي.
د يادونې وړ ده، چې په دې موده کې له ١٥ تر ١٨ کلنو ځوانانو ته د زده کړو پر مهال د معاشونو د ورکړې قانون هم نافذ شوى دى.