افغان غږ خبری آژانس - کابل: د چهار شنبې په ورځ د حمل په ۸ مه، اسلامي امارت په اکس ټولنیزه شبکه کې د یوې بیانیې په خپرولو سره اعلان وکړ چې د روغتیا نړیوال سازمان سیمه ایز رئیس او د عامې روغتیا وزیر قلندر عباد هم حضور درلود.
د حنفي په وينا، حکومت په افغانستان کې د امنيت، له نشه يي توکو سره د مبارزې، په نشه يي توکو د روږدو کسانو د راټولولو او د پوليو د له منځه وړلو په ګډون په بېلابېلو برخو کې لاسته راوړنې لري.
په خبرپاڼه کې ویل شوي، «د تخنیکي ټیمونو له خوا د پرله پسې واکسینونو په نتیجه کې د افغانستان له ټولو برخو څخه پولیو له منځه وړل شوی دی.
د اسلامي امارت دغه چارواکي د ښه مجهز لابراتوارونو د نصب، په لرو پرتو سیمو کې د روغتیايي کلینیکونو د جوړولو او د روغتیايي سکتور د متخصصینو د مسلکي ظرفیت د لوړولو د مجهز روغتون د جوړولو په برخو کې د روغتیا له نړیوال سازمان څخه د همکارۍ غوښتنه وکړه.
په همدې حال کې د روغتیا د نړیوال سازمان مشر تدروس آدهانوم گبریسوس په دې ناسته کې ټینګار وکړ چې دغه سازمان په افغانستان کې د خپل کار د دوام لپاره د اسلامي امارت همکارۍ ته اړتیا لري.
له دې ټولو سره سره د نړیوال روغتیايي سازمان سیمه ییز مشر حنان بلخي هم په افغانستان کې د روغتیايي مرکزونو په ځانګړې توګه د پولیو د تشخیص لابراتوارونو د پیاوړتیا لپاره له دغه سازمان سره د مرستې اعلان کړی دی.
د روغتیا نړیوال سازمان د دغې غونډې په اړه څه نه دي ویلي.