افغان غږ خبری آژانس: د فلسطین د «ساما» خبري آژانس د خبر له مخې، د صهیونیسټي رژیم د جنګیالیو په دغه برید د لبنان په جنوبي ښار النقورة کې پر یوه رستورانت لګیدلي، چې له امله یې ۹ تنه لبنانیان شهیدان او ۶ تنه ټپیان شوي دي.
المیادین همداراز راپور ورکړی چې په دغه برید کې د صهیونیسټانو له خوا د قهوې یو دوکان په نښه شوی چې د یونیفیل مرکز ته څیرمه موقعیت لری.
د دغه خبري چینل د خبر له مخې د «تیر حرفا» کلی هم په نښه شوی دی.
رویټرز خبري اژانس د "امنیتي سرچینو" په حواله چې د نوم نه ښودلو په حال کې دي، راپور ورکړی چې د دغو دوو بریدونو په ترڅ کې د حزب الله د مقاومت د ځواکونو په ګډون لږ تر لږه پنځه کسان هم شهیدان شوي دي.
د اسرائیلو پوځی راډیو ادعا کړې، چې دغه بریدونه د اشغال شویو سیمو په کریت شمون ښار باندې د حزب الله د توغندیز برید په غچ کې ترسره شوی دی.
د لبنان امل غورځنګ د لبنان په جنوب کښې د النقره په ښار کښې د اسرائیلو په یوه هوایی حمله کښې د خپل یو تنظیمی چارواکی او د بیړنیو مرستو د یوه کارکونکی وژل کیدل تائید کړل.
دا لومړی ځل نه دی چې صهیونیسټ رژیم د لبنان په جنوب او د غزې په تړانګې کښې د خپلو ځواکونو د درندو تاوانونو په غچ کښې د استوګنې په سیمو بمباری کوی .
د چهارشنبې په سهار د لبنان په جنوب کښې په یو طبی او امدادی مرکز د صهیونیسټ رژیم په هوایی حملې کښې لږ تر لږه اوه کسان شهیدان شول.