دخپریدو نیټه :پنجشنبه ۳۰ حمل ۱۴۰۳ ساعت ۱۱:۳۷
د مطلب کود : 288957
په غزني کې د جنګي مهماتو يوه ډيپو کشف شوه
په غزني ولایت کې د اسلامي امارت سیمه ییزو چارواکو په دغه ولایت کې د امنیتي ځواکونو له لوري د وسلو او مهماتو د یوې ډیپو د کشف او ترلاسه کولو خبر ورکړی دی.
افغان غږ خبری آژانس - کابل: د غزنی ولایت د امنیه قوماندانۍ ویاند خالد سرحدی وایی، امنیتی ځواکونو د دغه ولایت په جاغوری ولسوالۍ کې د مهماتو او وسلو یوه ډیپو کشف او ترلاسه کړې ده.

د هغه په ​​وينا، له دې ډيپو څخه ١٢٠ فيره د توپ مرمۍ، ٨٢ د هاوان مرمۍ او ٨٠ فيره لاسي بمونه کشف او ترلاسه شوي دي.

بايد وويل شي، چې امنيتي ځواکونو په يو شمېر ولايتونو کې جنګي مهمات کشف او ترلاسه کړي دي.
https://avapress.com/vdcenv8wfjh8voi.r6bj.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته