دخپریدو نیټه :چهارشنبه ۳۰ قوس ۱۳۹۰ ساعت ۱۳:۲۹
د مطلب کود : 34088
خوست: د انتحاریانو د له منځه وړلو لپاره عملیات پیل شوي
پولیسو نن سهار شاوخوا نهه نیمې بجې د کابل بانک نماینده ګۍ ته نږدې یو تن چې د ځان وژونکې حملې نیت یې درلود په ډزو وواژه.
د خوست امنیتي چارواکي وايي، په خوست ښار کې د هغو څو تنو ځان وژونکو حمله کوونکو د له منځه وړلو لپاره عملیات لا هم روان دي، چې یو یې نن سهار ووژل شو او ګمان کیږي، چې نور به یې لا هم ژوندي پاتې وي.

د خوست امنیي قومندان سردار محمد ځاځي ازادي راډیو ته وویل، پولیسو نن سهار شاوخوا نهه نیمې بجې د کابل بانک نماینده ګۍ ته نږدې یو تن چې د ځان وژونکې حملې نیت یې درلود په ډزو وواژه.

هغه وویل، د څو نورو ځان وژونکو حمله کوونکو چې شمیر یې دقیق نه دی معلوم، د له منځه وړلو لپاره په ښار کې عملیات روان دي.

تر دې مخکې د خوست د امنیې قومندانۍ ویاند زیارت ګل اژانس ازادي راډیو ته ویلي و، چې ګمان کیږي، حمله کوونکي به لږ تر لږه څلور تنه وي.

د نوموړي په وینا دوی د خوښت په ښاروالۍ او امنیې قومندانۍ د بریدونو هڅه کوله.

شیبې مخکې په سیمه کې د ازادي راډیو خبریال وویل، د خوست ښار له خلکو خالي شوی، ډزې پکې نه اوریدل کیږي، خو امنیتي ځواکونو مشکوکې ساحې محاصره کړي.
سرچينه : افغان غږ آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdcaawne.49nya1xhk4.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته