دخپریدو نیټه :سه شنبه ۲۵ دلو ۱۳۹۰ ساعت ۱۴:۰۲
د مطلب کود : 36204
د افغانستان لپاره د م.م ځانګړي استازي د پاکستان د کورنیو چارو له وزیر سره وکتل
يان کوبيش په افغانستان کې د سولې او ثبات لپاره د پاکستان هلې ځلې وستايلې او د سرمنشي بانکي مون د ښو هيلو پيغام يې د پاکستان د کورنيو چارو وزير رحمن ملک ته ورساوه.
د افغانستان لپاره د ملګرو ملتو خاص استازي پرون (دوشنبه) په اسلام اباد کې د پاکستان له کورنيو چارو وزير سره د افغانستان په اړه خبرې وکړې.

يان کوبيش په افغانستان کې د سولې او ثبات لپاره د پاکستان هلې ځلې وستايلې او د سرمنشي بانکي مون د ښو هيلو پيغام يې د پاکستان د کورنيو چارو وزير رحمن ملک ته ورساوه.

د پاکستان د کورنيو چارو وزير وويل چې هيواد يې د يوه سوله ييز، امن او غښتلي افغانستان غوښتونکي دي.

ده د سيمه ييز امنيت لپاره د ملګروملتو د اقداماتو ستاينه وکړه او هيله يې څرګنده کړه چې ملګري ملتونه به په سيمه کې خپل دې مثبت رول ته دوام ورکړي.
سرچينه : افغان غږ آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdcc0iq1.2bqex8j5a2.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته