دخپریدو نیټه :دوشنبه ۱ جوزا ۱۳۹۱ ساعت ۱۶:۲۵
د مطلب کود : 41710
یوه افغان صراف په لسګونو ملیونه ډالر تښتولي
امین ګردیزي د خلکو هغه څه باندي شپږ ملیونه امریکايي ډالر تښتولي او په نامعلوم لوري تللی چې له ده سره یې امانت ایښي وو.
تاند - یوه افغان صراف په ملیونونو امریکايي ډالر تښتولي او په نامعلوم لوري تللی دی. رپوټونه وايي چې دغه صراف د کابل د پیسو په مارکیټ (شهزاده سرای) کې کار وبار کاوه.

له دغه مارکیټ نه رارسیدلي راپورونه وايي چې یاد صراف امین ګردیزی نومیده چې له خپل پلار حاجي امان ګردیزي سره له څه باندي یوې لسیزې راهیسي په دغه بازار کې کاروبار کاوه.

ویل کیږي چې امین ګردیزي د خلکو هغه څه باندي شپږ ملیونه امریکايي ډالر تښتولي او په نامعلوم لوري تللی چې له ده سره یې امانت ایښي وو.

د افغانستان بانک د یوې سرچینې پر وینا امین ګردیزي به له کابل څخه تر دوبۍ پوري د پیسو د انتقال کاروبار کاوه او داسي ویل کیږي چې نوموړي یوه اندازه پیسې په انټرنیټي راکړې ورکړې کې بایللي او یوه اندازه د کابل په دننه کې ترینه زورواکانوخوړلي دي.

د سرچیني په خبره امین ګردیزی دمګړۍ له افغانستان څخه وتلی دی.

پولیس هڅه کوي چې د نوموړي څرک ولګوي او هره ورځ په لسګونو هغه کسان چې دی یې پوروړی دی د ده د دوکانو مخي ته ولاړ وي .

د کابل د پیسو د بازار د چارواکو پر وینا له دغې پیښي وروسته د ډیری کسانو اعتبار پر صرافانو زیانمن شوی او خپلي پیسې یې له دغه مارکیټ څخه ایستلي دي.

د یادولو ده چې د امین ګردیزي پلار حاجي امان ګردیزی دمګړۍ د پولیسو تر نظارت لاندي دی او هغه انکار کوي چې نه له زوی سره په معامله کې شریک و او نه هم ورسره پیسې شته چې حتی یوه پوروړي ته یې ورکړي.

د صرافانو په خبره امین ګردیزي د سرای شهزاده د یو شمیر دوکاندارانو پیسي هم له ځان سره وړي دي.
سرچينه : افغان غږ آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdcaw0ny.49n661xhk4.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته