دخپریدو نیټه :دوشنبه ۱۵ جوزا ۱۳۹۱ ساعت ۲۰:۱۶
د مطلب کود : 42517
موسی زی: کابل به د ″ اسیا د زړه″ په نامه د یو کنفرانس کوربه وي
پنځلس هیوادونو چې د اعتماد د رامنځ ته کیدو لپاره چې افغانستان یې په محور کی و؛ پر یو لړمشخصو اقداماتو موافقه کړې وه، اوس غواړي د اسټانبول د کنفرانس د پریکړو د عملي کیدو پرلاروچارو خبرې وکړي.
د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت وایي، افغانستان به د روانې میاشتې په پای کې د یوه کنفرانس کوربه وي؛ چې په کې به له خپلو ګاونډیانو سره په سیمه کې د امنیت او د یوبل ترمنځ د اعتماد د زیاتوالي پر مسالو خبرې وشي.

د دې وزارت ویاند جانان موسی د جرمني ″ډي. پي. اې″ اژانس ته پرون وویل؛ چې ټاکل شوې ده، په دغه کنفرانس کې به چې د جون په ۱۴ په کابل کې جوړشي، د پاکستان، ایران، ترکیې او د مرکزي اسیا د هیوادونو په ګډون د پنځلسو هیوادونو وزیران او نور لوړرتبه چارواکي ګډون وکړي.

د ″اسیا د زړه″ په نوم د کابل د سیمه ییزې همکارۍ دغه کنفرانس د ترکیې د اسټانبول د کنفرانس په تعقیب جوړیږي؛ چې د تیرکال په نومبر کې د بهرنیو چارو وزیرانو په سطحه جوړشوی و او په پای کې یې د سیمې پرامنیت، بیارغونې او د تروریزم او مخدره موادو په وړاندې د مبارزې په برخو کې پرهمکاریو ټینګارشوی و.

ښاغلي موسی زی زیاته کړه، پنځلس هیوادونو چې د اعتماد د رامنځ ته کیدو لپاره چې افغانستان یې په محور کی و؛ پر یو لړمشخصو اقداماتو موافقه کړې وه، اوس غواړي د اسټانبول د کنفرانس د پریکړو د عملي کیدو پرلاروچارو خبرې وکړي.

د بهرنیو چارو د وزارت ویاند ټینګار وکړ، چې افغانستان د سیمې له هیوادونو سره د اړیکو ښه کیدو او پراختیا او هم د اعتماد رامنځ ته کیدو ته بشپړ ژمن دی ځکه دا نه یواځې د یوه باثباته، سوکاله او امن لرونکي افغانستان بلکه د ټولې سیمې په ګټه ده.

سرچینه: ازادی رادیو


سرچينه : افغان غږ آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdcgun9t.ak9xq4g1ra.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته