دخپریدو نیټه :سه شنبه ۳ اسد ۱۳۹۱ ساعت ۱۵:۵۷
د مطلب کود : 45760
د میدان وردګو په جلریز کې د عملیاتو په ترڅ کې ۱۵مخالفین وژل شوي
دغه عملیات د وسله والو مخالفینو پر ضد د جلریز ولسوالۍ په څو سیمو کې د سهار له پنځو بجو راهیسې پیل شوي او لا هم دوام لري.
د میدان وردګ والي حلیم فدايي وایي، چې د دې ولایت په جلریز ولسوالۍ کې یې د وسله والو مخالفینو په وړاندې د عملیاتو په ترڅ کې پنځلس وسله وال مخالفین وژلي دي.

ښاغلي فدایي نن ازادۍ راډیو ته وویل، چې دغه عملیات د وسله والو مخالفینو پر ضد د جلریز ولسوالۍ په څو سیمو کې د سهار له پنځو بجو راهیسې پیل شوي او لا هم دوام لري.


دې وایي، چې دا عملیات ملي اردو، پولیس او د ملي امنیت ځواکونه په ګډه ترسره کوي چې ډير ژر به سیمه له وسله والو مخالفینو پاکه شي.

خو وسله والو مخالفینو بیا تر اوسه د دغو عملیاتو په اړه څه نه دي ویلي.
سرچينه : افغان غږ آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdcjyaex.uqeimz,bfu.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته