دخپریدو نیټه :يکشنبه ۲۱ عقرب ۱۳۹۱ ساعت ۱۷:۲۳
د مطلب کود : 52050
دفاع وزارت: د وسله والو مخالیفنو حملې ۱۳ سلنه کمې شوي دي
د افغانستان د دفاع وزارت وايي، په تېرو درېیو میاشتو کې د تېر کال د ورته درې میاشتو په پرتله د وسله والو مخالفینو حملې دیارلس سلنه کمې شوي دي.

یاد وزارت د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي؛ چې دا مساله د وسله والو مخالفینو د کمزوري کېدو او د افغان ملي ځواکونو د پیاوړي کېدو څرګندويي کوي.

په خبرپڼه کې همداراز راغلي، چې اوسمهال اتیا سلنه پوځي عملیات په خپلواکه توګه د افغان ځواکونو له خوا تر سره کیږي.

په خبرپاڼه کې په نږدې راتلونکي کې له نړیوالو ځواکونو څخه افغان ځواکونو ته د امنیتي مسوولیتونو د لیږد د دریمې مرحلې له پای ته رسیدو هم خبر ورکړل شوی دی.
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdcjyyei.uqe8iz,bfu.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته