دخپریدو نیټه :سه شنبه ۲۶ جدی ۱۳۹۱ ساعت ۱۵:۰۱
د مطلب کود : 56433
په دایکندي کې د کوتې د هزاره ګانو د وژنې پر غبرګون مظاهره وشوه
له دایکندي ولایت څخه رارسیدلي راپورونه وايي؛ چې نن په دې ولایت کې سلګونه تنو په هغې مظاهره کې برخه اخیستې چې د پاکستان په کویټې کې یې د هزاره ګانو د وژنې په غبرګون پیل کړې ده.

له سیمې څخه د آزادۍ راډیو خبریال وايي؛ په مظاهره کونکو کې د ولایتي شورا، مدني ټولنو استازي او عام خلک شامل دي چې د دې پیښې د پلټنې غوښتونکي دي.

تېره ورځ هم د کابل د دشت برچي سیمې اوسیدونکو په کوټه کې د هزاره ګانو د وژنې په غبرګون مظاهره وکړه.

د پاکستان په کوټه ښار کې له یوې چاودنې وروسته چې په لسګونو هزاره توکمي په کې ووژل شول؛ د دې ښار میشتو هزاره و هم څو ورځې اعتراضونه وکړل او حکومت یې د بلوجستان د حکومت ګوښه کیدو ته اړویسته.
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس (آوا)
https://avapress.com/vdcip5aw.t1aqp26kct.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته