دخپریدو نیټه :يکشنبه ۱۰ سنبله ۱۳۹۲ ساعت ۱۶:۵۵
د مطلب کود : 73555
په جلریز ولسوالۍ کې د عملیاتو په ترڅ کې درې وسله وال طالبانو ته مرګ ژوبله واوښته
د میدان وردګو ولایت د جلریز ولسوالۍ په پل هوایي،خواجه صیب او اسماعیل خیلو سیمه کې د ګډو امنیتي ځواکونو د عملیاتو په ترڅ کې دوه وسله وال طالبان وژل شوي او یو بل ټپي شوی دی .
دغه عملیات چې تېره ورځ په دغه ولسوالۍ کې پیل شوي او لاهم دوام لري،په ترڅ کې د وسله والو مخالفینو څخه څلور عرادي موټرسایکلونه او یوه اندازه مهمات هم د امنیتي ځواکونو لاسته ورغلي دي دي .
همدا راز په دغه عملیاتو کې د وسله والو مخالفینو لخوا لس ځای پرخای شوي ماینونه هم لمنځه وړل شوي او دوی یوه ویډیو یي کمره هم لمنځه تللې ده او د ملي اردو څو جوړه لباسونه هم ترلاسه شوي دي . د دغه عملیاتو په ترڅ کې د ملي اردو دوه سرتېرې هم ټپیان شوي دي .
د یو بل خبر له مخې په میدان وردګو ولایت کې د ځانګړو افغان ځواکونو قوماندان د دغه ولایت والي ښاغلي عبدالمجید خوږیاڼي ته د تېرو څو ورځو په ترڅ کې د ترسره کړیو عملیاتو په اړه په داسې حال کې معلومات ورکړل چې د دغه ولایت امنیه قوماندان ښاغلی سردار محمد ځاځي هم شتون درلود.
په میدان وردګو ولایت کې د ځآنګړو افغاني ځواکونو قوماندان ښاغلي وحیدالله وویل: دوی د ملي اردو او ملي پولیسو سره ګډ د دغه ولایت په بېلابېلو سیمو کې وخت په وخت بریالي عملیات ترسره کړي،چې په ترڅ کې ډیری لاسته راوړنې هم له ځآن سره لري.
د میدان وردګو والي ښاغلي عبدالمجید خوږیاڼي نوموړي ته لارښوونه وکړه،چې د خپلو عملیاتو پر مهال باید زیاته هڅه وکړي،چې بې ګناه وګړو ته ځاني او مالي زیان ونه رسوي .
ده ډاډ ورکړ،چې د میدان وردګو ولایت ټول ولسونه د خپلو افغاني ځواکونو سره مینه لري او د عملیاتو پرمهال که اړتیا پیدا شي نو ښایي مرستې کولو ته یې هم مټې راونغاړي.
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdccppqm.2bq1p8j5a2.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته