دخپریدو نیټه :پنجشنبه ۱۸ میزان ۱۳۹۲ ساعت ۱۱:۴۲
د مطلب کود : 76537
سيګار دې د ورکو ۴۰ ميليونه ډالرو دوسيه وڅېړي
په افغانستان کې د اداري فساد پر وړاندې د څارنې او ارزونې خپلواکې، گډې کوميټې 'مېک' د بيارغونې په چارو کې د امريکې له ځانگړي پلټونکي دفتر 'سيگار' څخه غوښتي، چې د افغانستان په پوځي روغتونونو کې د امريکې د٤٠ ميليونه ډالرو د ورکيدو قضيه وڅيړي.
شاوخوا يو نيم کال مخکې د امريکې متحدو ايالتونو وويل چې گواکې د افغانستان له پوځي روغتونو سره يې ٤٠ ميليونه ډالره مرسته کړې ده.
اوس په افغانستان کې د اداري فساد پر وړاندې د څارنې او ارزونې خپلواکې، گډې کوميټې 'مېک' بيا دا خبره راپورته کړې او د بيارغونې په چارو کې د امريکې له ځانگړي پلټونکي دفتر 'سيگار' څخه يې غوښتي چې پر دې اړه پلټنې وکړي او پاپلې يې جوتې کړي
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdcfetde.w6dvmaz,iw.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته