د افغانستان د انتخاباتو خپلواک کمېسیون وايي، چې د راتلونکو انتخاباتو لپاره د رایې ورکوونکو د نوم لیکنې د بهیر درېیم پړاوو تېره ورځ پای ته ورسید.
له دې سره به په ولسوالیو کې د نوم لیکنې مرکزونه او ګرځنده ټیمونه تړل کیږي.
خو د انتخاباتو د خپلواک کمیسیون مسوولین وايي چې؛ د ټولو ولایتونو په مرکزونو کې به د رایې ورکوونکو د نوم لیکنې مرکزونه د وري میاشتي تر دویمې ورځې پوري خلاص وي.
سرچينه : دصدای افغان خبری اژانس(اوا)