دخپریدو نیټه :شنبه ۲۱ جدی ۱۳۹۲ ساعت ۱۸:۴۱
د مطلب کود : 83323
امرخېل: په ۴۱۴ مرکزونو کې انتخابات نه ترسره کیږي
د افغانستان د انتخاباتو خپلواک کمیسیون وایي؛ په هغو ۴۱۴ مرکزونو کې به ټاکنې ونه شي چې امنیت یې نه شي نیول کیدای.
د غه کمیسیون وایي، نن یې د افغانستان د کورنیو چارو وزارت څخه د انتخاباتو په اړه امنیتي پلان ترلاسه کړ چې؛ له مخې یې له ۶۸۴۵ مرکزونو څخه د ۴۱۴ مرکزونو امنیت خراب ښودل شوی.
د انتخاباتو د خپلواک کمیسیون د دارالانشا مشر ضیالحق امر خیل آزادۍ راډیو ته اړه وویل:
"امنیتي ارګانونو واضح یاد اوري کړې چې مونږ د ۴۱۴ مرکزونو امنیت نه شو تامینولای؛ کله چې امنیت نه شي تامینولای نو هلته ټاکنې معنی نه لري؛ ځکه هلته انتقالات نه شي کېدای، ګمارنه نه شي کېدای.
موږ نوره ستونزه نه لرو، یوازینۍ ستونزه مو امنیتي ستونزه ده."
بل خوا د کورنیو چارو د وزارت ویاند صدیق صدیقي نن په یوه خبري کنفرانس کې وویل؛ افغان ځواکونه به هڅه وکړي چې، د انتخاباتو تر ورځې هغه امنیتي ګواښونه له منځه یوسي چې د رایې ورکولو مرکزونو ته متوجه دي.
سرچينه : دصدای افغان خبری اژانس(اوا)
https://avapress.com/vdcgww97.ak9wx4g1ra.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته