دخپریدو نیټه :پنجشنبه ۱ جوزا ۱۳۹۳ ساعت ۱۲:۴۹
د مطلب کود : 92011
طالبانو په بدخشان کې ۲۷ پولیس تښتولي دي

تاند- د وروستیو راپورونو له مخې وسله والو طالبانو د بدخشان ولایت د یمګان ولسوالۍ د نیولو په ترڅ کې ۲۷ پولیس برمته کړي دي.
د بدخشان امنیه قومندان ذبیح الله عیار نن اسوشیتید پریس خبري اژانس ته وویل، د چهارشنبې په ورځ په یمګان ولسوالۍ باندې د وسله والو سخت دریځو د حملې په مهال ۲۷ افغان پولیس په یوه سمڅه کې پټ شوي وو. د ده په وینا طالبانو دا پولیس ژوندي ونیول او ویې تښتول. اوس امنیتي ځواکونه هڅه کوي چې تښتول شوي پولیس ومومي.
د عیار په وینا طالبانو د سې شنبې په ورځ ناوخته پر یمګان ولسوالۍ برید پیل کړاو د چهارشنبې په ورځ یې ونیوله.
د امنیه قومندان په وینا طالبانو د یمګان ولسوالۍ پر څو پوستو د برید په لړ کې لږترلږه ۶ پولیس ووژل.
سیمې ته امنیتي ځواکونه استول شوي او د وروستیو راپورونو له مخې اوس افغان امنیتي ځواکونه د ولسوالۍ د مرکز د شاوخوا په غرونو کې له وسله والو طالبانو سره په جګړه بوخت دي. په همدې حال کې د افغانستان د ملي اردو هیلي کوپترونه د سیمې پر فضا څرخي.
د بدخشان د امنیه قومندان په وینا د نن ورځې په جګړه کې ۵ وسله وال مخالفان وژل شوي او ۳ پولیس ژوبل دي.
طالبانو ویلي چې د یمګان ولسوالۍ پر دفتر یې خپل بیرغ ځړولی دی.

سرچينه : دصدای افغان خبری اژانس (اوا)
https://avapress.com/vdca6wno.49nu61xhk4.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته