د میدان وردګو ولایت د دایمیرد ولسوال دین محمد حقبین تېر مازیګر نږدې شپږ بجې د هغه موټر پورې د تړل شوي چسپکي ماین له چاودنې څخه روغ ووت
د مخالفینو له لوري دیاد ولسوال دموټر پورې تړل شوی چسپکی ماین هغه مهال میدان وردګو ولایت ته څېرمه د کابل د پغمان ولسوالۍ په کلاحیدرخان سیمه کې چاودنه وکړه،کله چې ځو شیبې وړاندې ولسوال له موټر څخه ښکته شوی وو.
د یادې چاودنې په ترڅ کې،چې د ولسوال ډ ډاډسن ډوله موټر پورې د تړل شوي چسپکې ماین له امله وشوه،دښاغلي حقبین یو ساتونکی ټپي شوی دی .
د میدان وردګو والې ښاغلي عبدالمجید خوږیاڼي د یادې پېښې د رامنځته کیدو له امله خواشیني څرګنده کړې،په بېښه کې ټپي شوي سرتېرې ته د بیړنۍ روغتیا هیله کړې
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)