دخپریدو نیټه :يکشنبه ۵ جدی ۱۳۹۵ ساعت ۱۸:۰۸
د مطلب کود : 135778
د ریاض دولت او د شیطان لمانځنی د مظاهرو سره مبارزه!
د سعودی عربستان امنیتی ځواکونه د یو اوسیدونکی د شکایت د ترلاسه کولو وروسته، د شیطان لمانځونکی د ناوکیانو خرڅوونکی نمایشګاوی رخصت او ټوله ناوکیانی او شیطانی نمادونه ضبط کړ.

د العالم څخه په نقل سره، فواز المیمان؛ د ریاض د منطقی رسمی پولیسو ویاند وویل: په انترنیتی پایګاوو کی د پولیس څیړنه، د ناوکیانو د نمایشګاوو رامنځته کیدنه او د شیطان لمانځنی نمادونه په ریاض کی د مشهورو پلورنځیو څخه خبر ورکړ.

یادآوره کیږی: د هر غیری اسلامی او حتی اسلامی بلکه د آل سعود پرخلاف لیکنی او هر ډول نشانی د اسلام سره په عربستان کی منع دی.
د غیری دینی څیزونو سره مبارزه او ظاهر ښودنه د انسانانو د ژوند د برنامی په قالب کی د آسمانی ادیانو د ظهور څخه راهیسی تر اوسه پوری هم دا ظاهر ښودنه په مختلفو ټولنو کی دوام لری.
صورت ګرایی په دین کی تر هغه ځایه چی د دین د اصلی محتوا څخه خارجیږی او تقریبآ د یو آلی او یا وسیلی شکل ځانته نیسی، تر ټولو نه ښه د حاکم نظام په درد خوری چی داسی احساس کوی چی دین په خپل ذاتی شکل سره دوی ته مشکل سازه کیږی او یو ډول مشکل د هغوی و سیاسی عکس العملونو ته پیشوی چی هغوی د خپل ملت سره او یاهم نورو ملتونو سره ترسره کوی.
د سیاست او دین بیلوالی هم د همدی صروت ګرا دولتونو او قدرتونو څخه سرچینه اخلی؛ او هغه داسی چی علما او خلګ د دین باطن او دباندنی او یا ظاهری څیره غواړی ووینی؛ خو د حکومت او قدرت سره د سیاست په برخه کی کار نه لری؛ هغه حربه چی قرنونه کیږی په متدین هیوادو کی د الهی ادیانو سره د استعماری قدرتمنده دولتو پواسطه د انسانانو د شعور او درایت په وړاندی اعمال کیږی او د امام فقید (لوی خمینی) په وینا؛ خپله یو ډول سیاست دی چی د مراجع په وړاندی، د علما او د پوهانو په وړاندی اعمال کیږی؛ چی په داسی طریقی سره دینی عالمان  سیاست او قدرت او یا حکومت څخه لیری کړی او دوی خپله خپل چپاول د نورو ملتونو په وړاندی ته ادامه ورکړی.
په هر حال کی، یو دهغه هیوادو څخه چی دینی صورت ګرایی او یا ظاهر پرستی ته په تکیه کولو سره، د خپل حکومت او قدرت بنا ایښی وی، د آل سعود رژیم په عربستان کی دی؛ یو حساس او خطیر لاره د مسلمانی لپاره؛ ځکه چی د دوو ملیاردو مسلمانانو ته مهم او ارزشمند اماکنو څخه دی؛ کعبه شریفه او د پیغمبر(ص) مرقد او دنورو صحابه وو اماکن او نور مقدس ځایونه په همدی ځمکه کی وجود لری او همدا خاصیتونه د عربستان څخه، داسی هیواد جوړ کړی دی چی دهر مسلمان او مومن په زړه کی ځای نیولی دی.
د آل سعود رژیم دهماغه تخدیر او صوری ګرایی سیاست په ادامه سره، او د عمومی افکارو د خطا ایستلو لپاره، لاس د یو پلورنځی په مسدود کولو ووهله چی ددی هیواد د پولیسو په ګمان د ناوکیو سره د شیطان لمانځنی نمادونه د ریاض و بازار ته عرضه کوله!.
د عوام خطا ایستلو او آل سعود رژیمونو په شان دهغوی جالبه نکته دادی چی؛ هغه دولت چی لوی او تروریستی ډله (داعش) د سوریی او عراق د مسلمانانو په وړاندی منځته راوړه  او د یو ائطلاف په اساس د ۹ نورو هیوادو سره په شپه او ورځ کی د یمن د مسلمانانو پر سر اور بل کړی دی او دسته او دسته عام معصوم کوچنیان قتل ته رسوی او همدارنګه د نورو تروریستی ډلو سره ملاتړ کوی؛ اوس د ریا کاری په هدف او په ظاهر سره د اسلام د حریمونو په ساتلوسره، یو څو پلاستیکی ناوکیانی توقیف کړی دی چی مثلا دا د شیطان لمانځنی نشانی دی او ددی مظاهرو سره د مبارزه نه کولو په صورت کی، امکان لری د عربستان دینی ټولنه د شیطان لمانځنی د خطر سره مخ سی!.
نتیجه خبره دادی چی دا صوری ګری او ظاهر سازی د دولتونو پواسطه د عامو خلګو د خطا ایستلو لپاره دی او ددی سره د جدی مبارزی لپاره په دین کی جدی مبارزه، پراخ او همیشنی فرهنګی کارونه دی.
https://avapress.com/vdcgun9q7ak9wu4.1gra.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته