دخپریدو نیټه :يکشنبه ۵ حمل ۱۳۹۷ ساعت ۱۰:۲۱
د مطلب کود : 160526
۹۶ کال؛ تروریزم سره ایران مبارزی تاریخی عطفی نقطه

 
اسلامی انقلابی رهبر، حضرت امام خامنه ای(مد ظله العالی) د ۹۷ کال په لمړۍ ورځ په مشهد مقدس کې د حرم رضوی(علیه السلام) حرم زائرانو په لوی ټولنه کې، په آخرو شیبو کې سیمه ایز مسائلو او امریکایانو خباثت ته اشاره وکړ او وویل: په تیر کال کې، جمهوری اسلامی وتوانیدل چی په سیمه کې د ایران ملت اقتدار او عزت بیرق ورپوی او د تکفیریانو په ماته کې او امنیت منځته راوړلو کې برخه واخلی.
هغه څه چی د اسلامی انقلاب رهبر په خبرو کې ورته اشاره وشوه، هغه لوی پیښه وه چی د تروریزم سره مبارزی ادعا کوونکو قدرتونه وشرموله.
د اسلامی جمهوری دولت مبارزه د تروریزم سره وښوده چی که د تروریزم سره حقیقی مبارزی لپاره اراده شتون ولری، دا کار هیوادونو لوی ائتلاف ته اړتیا نشته.
ایران تکفیری تروریزم په عراق او سوریه کې ماته ورکړه او یو ځل بیا، په خپلو ګاونډیاو کې امن او ثبات هیواد بی مثاله نمونه نمایش ته کښیښوده.
بیله شکه دا د زړه سواند، مدبر او زمانشناسه رهبر هغه خبری او لاسته راوړنې وو چی تروریزم قربانی او افراط ګرایی قربانی هیوادونه ورڅخه بی برخې دی.
ایران په داسی حال  کې تکفیری تروریزم ته ماته ورکړه چی د ټولو ترهګریزو او تروریزم په خاورمیانه او سوریه او عراق څخه ترافغانستان پوری، مقصد یی دا هیواد دی.
حضرت آیت الله العظمی خامنه ای داباندی ټینګار سره چی جمهوری اسلامی خپل دا لوی اقدام سره، د امریکایانو نقشه د خاوری سره یوشان کړ، زیاته کړه: همدا اوس بین المللی قدرتونه چی هر وخت د نړۍ سیمه ایز بیلابیلو مسائلو کې لاس وهنه کوی، جمهوری اسلامی په وړاندی معترض دی او وایی چی ولی ایران سیمه ایز مسائلو کې لاس وهنه کوی چی په ځواب کې یی وایو چی دا موضوع تاسو پوری هیڅ اړه نه لری.
هغه پردی باندی ټینګار سره چی ایران اسلامی جمهوریت په ځینو سیمو کې، د دولتونو او ملتونو په غوښتنه کارونه ترسره کړی دی، وویل: موږ نه زور څخه کار اخیستی دی او نه هم د هیوادونو په داخلی چارو کې کې مو دخالت کړی: مرسته وغوښته او موږ هم مرسته وکړه او دا مرستې هم منطقی انګیزو سره او ډیر عاقلانه محاسباتو سره ترسره کړی دی.
په دی حساب سره، د غرب او هغوی مزدورانو هدفمندانه پلانونو سربیره، د ایران حضور د تاوتریخوالی رامنځته کیدو او تروریزم څخه ملاتړ نه بلکه په اسلامی هیوادونو کې ددی څیزونو په وړاندی دی.
اسلامی انقلاب رهبر د امریکایانو پلانونو ته په اشاره سره وویل: امریکایان په دی هڅه کې وو چی د داعش په شان ظالم او شریر ډلو په رامنځته کولو سره، سیمه ایز ملتونه داخلی جنګ باندی مصروف کړی، او هغوی فکر د صهیونیستی غاصب رژیم څخه لیری کړی؛ خو موږ د الله په توفیق سره دهغوی دا پلان خاوری سره یوشان کړ.
هغه د امریکایانو ادعاوو ته په اشاره سره چی هغوی داعش ټکونې او له منځه وړلو لپاره کوی، وویل: دا ادعا دروغ ده؛ ځکه چی د امریکا سیاست د داعش په شان ډلو ساتنه ده البته په داسی توګه چی هغوی د امریکایانو تر اختیار لاندی وی.
دا بیانات ډیر ځلې خپله غربیانو له لوری هم تایید شوی دی.
د مثال په توګه، دونالد ترامپ؛ امریکا اوسنۍ ولسمشر خپل ټاکنیز کارونو په جریان کې، ډیر ځلی ویلی دی چی داعش، د اوباما او کلینتون د هڅو او طرحو پایله ده.
د عراق آزادیدنه د داعش له لاسه او سوریه ته دهغوی بیرته راګرځیدو امکان له منځه تلنه، د ایران بی امان او صادقانه مبارزه وو.
هغوی په دی ټینګار سره چی امریکایان د داعش له منځه وړلو لپآره هیڅ اراده نه لری، زیاته کړه: امریکا په سیمه کې امنیت ساتلو باندی هم قادر نه دی او ښه نمونه یی، هغوی ۱۴ کلن حضور په افغانستان کې دی چی نه یواځې په افغانستان کې هیڅ امنیت نه دی رامنځته کړی بلکه امنیتی شرایط هم تردی بدتره کړی دی.
افغانستان ته د مثال په توګه کتنه، یو ښه او عینی مثال دی.
هیود دننه مخکې له دی چی ناامنی داخلی عوامل ولری، خارجی پیچلی سیاستونو کې ریشه لری چی په راس کې یی، د تروریزم سره مبارزی مدعی لوی قدرتونه حضور لری.
په دی ترتیب سره، د ناظرانو په باور، که افغانستان نه غواړی بل سوریه باندی بدل شی، باید تروریزم سره په اصطلاح مبارزه کوونکو قدرتونو سره خپل استراتژیک قراردادونو کې تجدید نظر وکړی او امنیتی جاری وضعیت سمولو لپاره ملی اراده او عزم په اساس، نوی طرحه رامنځته کړی.
اسلامی انقلاب رهبر په دی باندی ټینګار سره چی اسلامی جمهوریت توانیدلی په سیمه کې امنیت رامنځته کړی، وویل: ددی وروسته به هم همداسی وی او بیله شک، امریکا به په سیمه کې خپل اهدافو ته ونه رسیږی او ایران اسلامی جمهوریت د الله تعالی په توفیق سره خپل مقاصدو ته لاسرسی پیدا کړی.
د نړۍ شته وضعیت هم ددی شکاره کوونکې دی چی امریکا سلطه جویانه کارونو په زیان روان دی او نړۍ او سیمه کې نوظهوره قدرتونه، نور به د استعمار استقرار اجازه ورنه کړی.
 
https://avapress.com/vdcf0xdyvw6dvta.,ziw.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته

مربوطه لیکنې