دخپریدو نیټه :پنجشنبه ۲۴ میزان ۱۳۹۳ ساعت ۱۹:۰۷
د مطلب کود : 100529
کندهار: د پولیو درې مثبتې پیښې ثبت شوي دي
د کندهار دعامې روغتیا ریاست چارواکي وایي، چې په دې ولایت کې د پولیو درې مثبتې پیښې ثبت شوي دي.
د کندهاردعامې روغتیا ریس عبدالقیوم پخلا ازادۍ راډیو ته وویل، چې یوه پیښه په کندهارښار، یوه په ډنډ او بله په پنجوایي ولسوالۍ کې ثبت شوې ده.
ښاغلي پخلا د پولیو د دې پيښولامل له ګاونډیو هېوادونو څخه کندهارته له روغتیایي چک پرته د خلکو راتګ وباله.
له نږدې دووکلوراهیسې دا لومړی ځل دی، چې په کندهارکې د پولیو مثبتې پیښې ثبتیږي.
له دې وړاندې په خوست ولایت کې د هغو کډوالو په ماشومانوکې د پولیو پیښې ثبت شوې وې، چې له شمالي وزیرستانه دې ولایت ته راکډه شوي دي.
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdccixqso2bqxp8.5ja2.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته