دخپریدو نیټه :چهارشنبه ۳۰ میزان ۱۳۹۳ ساعت ۱۵:۵۱
د مطلب کود : 100857
د تورنو وزيرانو دوسيې محکمې ته استول شوې
د افغانستان لویې څارنوالۍ د پنځو تنو پخوانیو وزیرانو دوسیې د دویم واري ارزونې لپاره د افغانستان سترې محکمې ته لېږلې دي.
دغه پنځه پخواني وزیران له دندې په ناوړه ګټې اخیستو او اختلاس تورن دي، چې دوو تنو یې دغه تورونه رد کړي دي.
د لويې څارنوالۍ چارواکي وايي د ځینو نورو پخوانیو وزیرانو او کسانو دوسیې هم ورسره شته، چې وايي محکمو ته به یې وسپاري.
د لویې څارنوالۍ ویاند بصیر عزیزي یوې خبري غونډې ته د تورنو وزیرانو نومونه اعلان کړل.
په پخوانیو تورنو وزیرانو کې د سوداګرۍ پخوانی وزیر محمد امین فرهنګ، د ترانسپورت پخواني دوه وزیران عنایت الله قاسمي او حمیدالله قادري، د کانو او صنایعو پخوانی وزیر صدیق ایشان او د اقتصاد پخوانی وزیر جلیل شمس دي، چې دوسیې یې څارنوالۍ محکمې ته سپارلې دي.
ښاغلي عزیزي دا هم وویل، چې د اساسي قانون پربنسټ به لویه څارنوالي د مخکنیو وزیرانو دوسیې وارزوي، خو ددې چارې لپاره یې د یوې ځانګړې محکمې د جوړېدو غوښتنه کړې ده.
څلور کاله مخکې د افغانستان لویې څارنوالۍ پر دغو کسانو ورته تورونه پورې کړي وو، خو د مالومولو لپاره یې هېڅ کومې محکمې د ارزونې کار ونه کړ.
د سوداګرۍ پخواني وزیر محمد امین فرهنګ بي بي سي ته وویل، څلور کاله مخکې کله چې پر هغه تور ولګول شو، دی یې سپیناوي او ځواب ویلو ته چمتو و.
ښاغلی فرهنګ زیاتوي، اوس هم چمتو دی چې په محکمه کې له خپل ځانه دفاع وکړي.
د کانونو او صنایعو پخواني تورن وزیر محمد صدیق ایشان پر هغه لګول شوي تورونه رد کړي، خو وايي کله چې هغه وزیر و، هېڅ داسې تړون یې نه دی لاسلیک کړی، چې په هغه کې دې ټګي برګي شوې وي.
کابل کې زموږ همکار سید انور له ښاغلو امین فرهنګ او صدیق ایشان سره مرکه کړې، خو له نورو تورنو سره د مرکې په کولو نه دی توانېدلی.
څلور کاله مخکې، د لویې څارنوالۍ له لوري د نژدې ۲۰ لوړپوړو حکومتي چارواکو نومونه د فساد په لست کې وو.
سرچينه : دصدای افغان خبری اژانس(اوا)
https://avapress.com/vdcgnz9quak9z74.1gra.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته