دخپریدو نیټه :سه شنبه ۴ قوس ۱۳۹۳ ساعت ۱۵:۴۸
د مطلب کود : 102820
بان کي مون د پکتیکا چاودنه وغندله

د ملګروملتونو عمومي منشي، بان کي مون د افغانستان په پکتیکا ولایت کې د ولیبال لوبې په میدان کې د هغه چاودنې غندنه وکړه چې له امله یې کابو ۶۲ کسان وژل شوي او شاوخوا ۹۰ ټپيان دي.
بان کي مون د افغانستان له دولته وغوښتل چې دداډول وحشیانه اقداماتو د مخنیوي لپاره دې جدي تدابیر ونیسي.
وړمه ورځ د افغانستان په پکتیکا ولایت کې د ولیبال په میدان کې د چاودنې له امله شاوخوا ۱۵۰ کسانو ته مرګ ژوبله واوښتله.
د یوبل خبر له مخې د ملګرو ملتونو عمومي منشي د خپلواک فلسطیني دولت له جوړېدو څخه هرکلی وکړ.
د ریانووستي خبري آژانس د خبر له مخې، د ملګرو ملتونو عمومي منشي، بان کي مون پرون په غزه کې د ۵۰ورځنۍ جګړې رامنځ ته کولو په اړه د صهیونیسټ رژيم د اقدام د غندلو ترڅنګ، ددې سیمې د بیارغونې څخه د نړیوالو ملاتړونو د اړتیا پر ارزښت ټینګار وکړ.
بان کي مون همدارنګه په نیواکي قدس کې د نښتو او همدارنګه په دې ښار کې د مسلمانانو پر سپېڅلیو ځایونو بریدونه وغندل.
د ملګرو ملتونو عمومي منشي، د فلسطین په نیواکي سیمو کې د صهیونیسټ میشتو ښار ګوټو د جوړېدو پراختیا غیرقانوني او په سیمه کې د سولې او ټیکاو رامنځ ته کېدو په لاره کې خنډ وباله.

سرچينه : دصدای افغان خبری اژانس(اوا)
https://avapress.com/vdcirrazut1auv2.k6ct.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته