دخپریدو نیټه :شنبه ۸ قوس ۱۳۹۳ ساعت ۱۴:۳۸
د مطلب کود : 103039
هلمند کې ۹ تنه امنیتي ځواکونه وژل شوي او ۱۲ نور ټپیان دي

وسلوالو طالبانو د هلمند لویدیځه څنډه کې د شوراب پر پوځي اډه (کمپ باسټین) چې ویل کېږي هلته لا هم امریکایي پوځیان دېره دي ډله يیز برید کړی.
برید تیره شپه۹ بجې (نوامبر ۲۷) پیل شوی، چې دواړه لوري یو بل ته د دروند زیان د اړولو ادعا کوي. د افغان پوځ پر دې سترې اډې د وسلوالو طالبان برید کې ۲۶ برید کونکي او د افغان پوځ پنځه سرتیري وژل شوي دي.
په هلمند کې د ۲۱۵ میوند قول اردو مرستیال غلام فاروق پرواني وایي، چې دوه برید کونکي لاهم مقاومت ښي خو د ده په خبره د دوي پوځیانو د جګړې ساحه پر تنګه کړې.
ښاغلی پرواني وایي، دغه برید وروسته له هغه پیل شو چې یوه بریدکونکي خپل چاودیدونکو توکو ډک موټر د قول اردو د لومړي حفاظتي دیوال سره نژدې چاودنه ورکړه.
د نوموړي، په خبره دغه څو ساعته برید کې شپږو بریدکونکو خپل ځان پورې تړلي چاودیدونکي توکو ته چاودنه ورکړې چې د شلو نورو وژل شو وسله والو مړي په سیمه کې پراته دي.
هغه همدا راز وویل، چې په دغه برید کې د افغان پوځ پنځه پوځیان وژل شوي او ۷ نور ټپیان شوي دي.
د ۲۱۵ میوند قول اردو مرستیال ښاغلی پرواني وایي، چې برید ځکه په ساعتونو وغځید چې د ده په خبره د پوځیانو د مرګ ژوبلې مخنیوی وکړي.
خو د وسلوالو طالبانو ویاند قاری یوسف احمدي، بیا افغان او بهرنیو ځواکونو ته د دروند زیان د اړولو ادعا کوي.
میاشت وړاندې بریتانوي پوځیان له دغه سترې اډې څخه ووتل او د امنیت چارې یې افغان لوري ته وسپارلې.
وړاندې د هلمند د ولایتي ادارې ویاند عمر ځواک ویلي و، ۶ برید کوونکي وژل شوي، چې دوو یې خپل ځان پورې تړلي چاودېدونکي توکي چوولي دي. ښاغلي ځواک ویلي و، د برید پر مهال د افغان پوځ درې سرتیري ټپیان شوي، چې د یوه روغتیایي وضعیت د انديښنې وړ دی.
د یوه بل خبر له مخې د هلمند په نوزاد ولسوالۍ کې نن سهار (نوامبر ۲۸) په یوه ځانمرګي برید کې لږترلږه ۴ د عامه نظم پولیس وژل سوي او ۵ نور ټپیان دي.
د هلمند د والي ویاند عمر ځواک وایي، چې دغه برید هغه مهال رامنځته شو چې یوه ځانمرګي بریدکونکي خپل د چاودیدونکو توکو ډک ماذډا موټر د عامه نظم د پولیسو یوې امنیتي پوستې ته څیرمه یې چاودنه ورکړه.
د افغانستان د پلازمینې کابل په ګډون د دغه هېواد په ګڼو ولایتونو کې وسله وال بریدونه ډېر شوي.
دا په داسې حال کې ده چې امینتي چارواکو له بي بي سي سره په مرکه کې له وړاندې دا ویلي وو، چې تر راتلونکي څو اوونیو به امنیتي وضعیت په همدې حال وي، خو د مخنیوي لپاره یې د ځان له خوا او د استخباراتو په مرسته د پوره چمتوالي ډاډ ورکړی وو.
پرون په پلازمېنه کابل کې هم دوه بېلا بېل بریدونه شوي وو چې لومړي برید کې د کابل - جلال اباد پر سړک د بریتانیا سفارت یو موټر په نښه شوی و او دویم یې د کابل ښار په مرکزي سیمه وزیر اکبر خان کې شوی و.
د افغانستان د کورنیو چارو وزارت په وینا، د کابل - جلال اباد پر سړک ځانمرګی برید چې د یوه موټر پر مټ تر سره شوی و، د یوه بهرني په ګډون پنځه کسان وژلي او ۳۳ نور يې ټپیان کړي وو.

سرچينه : دصدای افغان خبری اژانس(اوا)
https://avapress.com/vdcbffb89rhbggp.q3ur.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته