دخپریدو نیټه :شنبه ۲۷ جدی ۱۳۹۳ ساعت ۱۵:۵۲
د مطلب کود : 105556
لوېدیځ دیپلوماتان وايي، ممکن افغانستان او پاکستان ترهګر تبادله کړي وي

تاند- افغان چارواکو د پېښور د پوځي ښوونځي د حملې په تړاو، چې شاوخوا۱۵۰ تنه پکې وژل شوی ول، د پنځو تنو بهرنیانو نیونه تایید کړه.
مخکې په دې اړه پاکستاني رسنیو او چارواکو څرګندونې کړې وې او دا یې له ترهګرۍ سره په مبارزه کې د دوو هیوادونو د همکاریو لور ته لوی ګام بللی و. خو افغان چارواکو تراوسه څه نه و ویلي.
نن درو افغان چارواکو اسوشیتید پریس خبري اژانس ته وویل:«نیول شوي کسان بهرنیان دي، دوی د دسمبر په شپاړسمه د پېښور د پوځي ښوونځي له حمله کوونکو سره مرسته کړې ده.»
اسوشیتید پریس خبري اژانس د دغو افغان چارواکو نومونه نه دي اخیستي او ویلي یې دي چې هغوی په دې اړه له رسنیو سره د خبرواجازه نه لرله.
د پېښور له حملې وروسته د افغانستان او پاکستان ترمنځ همکارۍ زیاتې شوي. دا خبره لوېدیځ دیپلوماتان هم تاییدوي ځکه چې پاکستان اوس په دې پوی شوی چې ترهګر دوست او دښمن نه پېژني.
په همدې حال کې یوه لوېدیځ دیپلومات، د نوم د نه ښوولو په شرط وویل چې ممکن افغانستان د پېښور د حملې په تړاو پنځه تنه پاکستاني ترهګر د خپلو افغان ترهګرو په بدل کې پاکستان ته ورکړي وي.
ده ونه ویل چې پاکستان به د پاکستاني ترهګرو په وړاندې افغانستان ته څوک سپارلي وي.

سرچينه : دصدای افغان خبری اژانس(اوا)
https://avapress.com/vdchmmnz-23nvmd.yjt2.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته