په تېرو ۲۴ ساعتونو کې د ملي پولیسو ،ملي پوځ او ملي امنیت ځواکونو د ګډو چاڼیزو عملیاتو په لړ کې چې د کنړ، کندهار، ارزګان، لوګر، غزنی، هرات، فراه او هلمند ولایتونو په اړوندوسیمو کې یې ترسره کړل، ۱۱ تنه ترهګر طالبان ووژل شول، ۶ تنه ټپیان او ۴ تنه د امنیتي ځواکونو له لورې ژوندي ونیول شول .
په یادو عملیاتو کې یوه اندازه وسلې او مهمات هم د ملي امنیتي ځواکونو لاسته ورغلي دي.
همدا راز د ملي پولیسو منسوبانو تېره ورځ ، ۲ کړۍ ماینونه چې د طالب ترهګرو له لورې د ترهګریزوکړنو د ترسره کولو په موخه د پکتیکا ولایت په اړوندو سیمو کې ځای پر ځای شوي وو کشف او شنډ کړاې شول.
سرچينه : دصدای افغان خبری اژانس(اوا)