دخپریدو نیټه :پنجشنبه ۲۰ حمل ۱۳۹۴ ساعت ۱۱:۲۴
د مطلب کود : 109613
دیمن پخوانی ولسمشر له القاعده ډلې سره ښکاره ملګرتیا کوي .

دیمن دانصار الله غورځنګ ویندوی وویل دهیواد استعفا شوی ولسمشر په ښکاره له القاعده ترهګرې ډلې سره ملګری دی او ورسره ملګرتیا کوي .
 دیمن دانصار الله غورځنګ ویندوی محمد عبدالسلام وویل استعفا شوی ولسمشر عبدربه منصور هادي له القاعده سره هم تړونه دی او هغه وخت چې په صنعا کښې وو دپوځ پوځي اډې يې القاعده ته ورکولې او منصور چې کله عدن ته ورغی نو په بل نوم سره یې د جنګ او نښتې مدیریت پرغاړه واخیست .
هغه دیمن په جنوبي ښار عدن کښې دالقاعده دبندیانوخوشي کیدا ته په اشارې سره وویل پخواني ولسمشر منصور هادي په ښکاره له القاعده ټروریسټي ډلې سره ملګرتیا کوله او ددغه ډلې بندیان یې دعدن له مرکزي زندان څخه خوشي کړل .
هغه وویل دیمن اوسنی مشکل یوازې په عدن او شبوه او ابین سیمو کښې نه بلکې په ټول جنوب کښې دی او دغه مشکل دالقاعده دنفوذ له زیاتیدا وروسته رامینځته شوی دی .
سعودي عربستان، متحده عربي اماراتو، قطر ، امریکا، انګلستان او ځینو نورو عربواواروپايي هیوادونو القاعده ، داعش ،طالبان ، بوکوحرام او نورې وهابي تکفیري ترهګرې ډلې خپلو هدفونو ته درسیدا لپاره جوړې کړي دي .

سرچينه : دصدای افغان خبری اژانس(اوا)
https://avapress.com/vdcfy1dymw6dxva.,ziw.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته