دخپریدو نیټه :يکشنبه ۱۲ میزان ۱۳۹۴ ساعت ۱۶:۰۲
د مطلب کود : 117127
په کابل کې د حقاني ترهګرې ډلې د دوو ځانمرګو بریدونو مخنیوی
حقاني ترهګرې ډلې د دوو ځانمرګو بریدونو د ترسره کولو په موخه دوه ځانمرګي بریدګر کابل ښار ته لېږلي وو چې موخې ته له رسېدو وړاندې ووژل شول.

برید کوونکو هوډ درلود چې د کابل ښار د نهمې ناحیې په اړونده سیمه کې د ګمرکاتو د ملي پولیسو د روزنیز مرکز د رخصتۍ پر مهال ځانمرګي بریدونه ترسره کړي خو وړاندې له دې چې خپلو چاودېدونکو توکو ته چاودنه ورکړي د ملي امنیت لوی ریاست د موظفینو له خوا د مخامخ نښتې په ترڅ کې له پښو وغورځول شول.

ځناورو ترهګرو غوښتل یو ځل بیا خونړۍ ترهګریزې پېښې ترسره او زموږ په لسګونو بې ګناه هېوادوال شهیدان او ټپیان کړي چې له نیکه مرغه د ملي امنیت لوی ریاست د نوم ورکو سرتېرو له خوا یې مخه ونیول شوه.
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdcewf8zfjh8zzi.r6bj.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته