دخپریدو نیټه :چهارشنبه ۲۹ میزان ۱۳۹۴ ساعت ۱۶:۳۵
د مطلب کود : 117976
بایډن: ولسمشراوباما ته مې پر اسامه بن لادن د حملې مشوره ورکړې وه
اسامه بن لادن د ۲۰۱۱م کال په مې مياشت کې د امريکايي ځواکونو له خوا د پاکستان په راولپنډۍ ښار کې ووژل شو.

بايډن دا خبرې په داسې حال کې کړي چې غواړي د ۲۰۱۶میلادي کال د ولسمشرۍ لپاره په انتخاباتو کې برخه واخلي.

ده مخکې ويلي وو چې د امریکا ولسمشربارک اوباما ته یې مشوره ورکړې وه چې د دغې حملې لپاره دې تر هغه وخته پوځ ته حکم نه کوي چې دا نه وي تاييد شوې چې اسامه بن لادن ريښتيا هم په پاکستان کې په خپل کور کې وو. خو د حملې پرمهال اسامه په خپل کور کې وو او د حملې پر مهال ووژل شو.

هيلري کلنټن چې پراسامه د حملې پرمهال د اوباما د بهرنيو چارو وزيره وه او اوس د امریکا د ۲۰۱۶م کال د ولسمشرۍ د انتخاباتو لپاره د ډموکراټ ګوند له خوا مخکښه نومانده ده، هم پر اسامه بن لادن د حملې ملاتړ کوي.
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdcguu9q3ak9qy4.1gra.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته