دخپریدو نیټه :سه شنبه ۹ حوت ۱۴۰۱ ساعت ۱۲:۱۸
د مطلب کود : 266203
بایډن د ۲۰۲۴ کال ټاکنو لپاره نوماندیږي
د امریکا د ولسمشر مېرمن جيل بایډن اعلان وکړ چې جو بایډن به د ولسمشرۍ د دوهمې دورې لپاره ځان کاندید کړي.
افغان غږ خبری آژانس: د امریکا د ولسمشر مېرمن جيل بایډن د دوشنبې په ماښام (کب ۸) اعلان وکړ چې جوبایډن به د ولسمشرۍ د دوهمې دورې لپاره ځان کاندید کړي.
 
جيل بایډن له امریکايي رسنیو سره په مرکه کې د ۲۰۲۴ کال له ولسمشریزو ټاکنو څخه د خپل ۸۰ کلن مېړه د نه نوماندیدو د احتمال په اړه تحلیلونه رد کړل او ویې ویل چې ډېر ژر به د خپل کمپاین پیل اعلان کړي.
 
د «رویټرز» خبري آژانس د راپور له مخې، هغې په ​​دې اړه څرګنده کړه: «بې له شکه، زه د [جو د نوماندۍ] ملاتړ کوم.
 
تر دې مخکې د سپینې ماڼۍ ویاندې ویلي و چې د امریکا ولسمشر غواړي د دویمې دورې لپاره ځان کاندید کړي، خو ویلي یې وو چې تر اوسه یې په رسمي توګه دا موضوع نه ده اعلان کړې.
 
په ورته وخت کې، د یوې نوې سروې له مخې، د امریکا له نیمایي څخه ډیر رایې ورکوونکي نه غواړي چې بایډن یا ټرمپ د ۲۰۲۴ ولسمشریزو ټاکنو کې د دوی نوماند په توګه وي.
 
https://avapress.com/vdce7p8wxjh8pwi.r6bj.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته