دخپریدو نیټه :سه شنبه ۵ عقرب ۱۳۹۴ ساعت ۱۲:۴۸
د مطلب کود : 118231
د افغانستان د بشري حقونو وضعیت د هاک د نړېوالې محکمې په ناسته کې مطرح شوه
په داسې حال کې چې په شاوخوا څوارلسو کلونو کې د خلکو او مدني ټولنې له بیا بیا غوښتنو سره؛ په افغانستان کې د بشر د حقونو سرغړونکي نه افشاء او نه محاکمه شول؛ د افغانستان د بشر د حقونو خپلواک کمیسیون هیله ښيي چې په دې برخه کې به، د بشرد حقونو نړېوال سازمانونه همکاري وکړي.

د افغانستان د بشر د حقونو د خپلواک کمیسیون ساحوي مشر شمس الله احمدزي د دوشنبې په ورځ ازادي راډیو ته وویل؛ د هېواد د بشري حقونو وضعیت یې د هاک د نړېوالې محکمې په ناسته کې مطرح کړې او د بشري حقونو د نړېوالو سازمانونو د غړیو پام یې ورته اړولی دی:

((په هره اړونده نړېواله ناسته کې چې افغانستان یې غړیتوب لري؛ د افغانستان د بشر د حقونو د خپلواک کمیسیون غوښتنه دا ده چې داسې لارې چارې وموندل شي چې په افغانستان کې د جرایمو او جنایتونو کچه ټیټه کړي او حکومت ته لاره اواره شي چې په دې هکله اقدامات وکړي.))

په دې وروستیو کې د افغانستان د بشري حقونو د خپلواک کمیسیون پلاوي؛ په هالنډ کې د هاګ د نړېوالې محکمې په غونډه کې ګډون کړی و.

پلاوی وویل، په غونډه کې د داسې لارو چارو په موندلو بحثونه وشول چې په افغانستان او نړۍ کې د بشر پر وړاندې د تاوتریخوالي او جنایتونو مخه ونیسي؛

دا په داسې حال کې ده چې له څو کلونو راهیسې د افغانستان خلک، د جنایتونو د قربانیانو کورنۍ او ګڼې مدني ټولنې د غونډو په جوړولو سره؛ د هېواد د بشر د حقونو له خپلواک کمیسیون او حکومته غواړي چې د جنایتونو عاملین دې محاکمه شي؛ خو په دې اړه د حکومت او یاد کمیسیون له خوا کوم اقدام ونه شو.

پخوا تردې د افغانستان د بشرد حقونو خپلواک کمیسیون ویلي چې په وروستیو څه کم څلویښتو کلونو کې یې د بشر د حقونو د سرغړونکو مستند راپور ترتیب کړي او خپور به یې کړي؛ خو پردې خبرې کلونه واوښتل؛ خو کمیسیون ونه توانید چې دغه راپور خپور کړي.

کارپوهان وايي، په دې راپور کې د داسې کسانو نومونه شته چې د زور؛ وسلو، پیسو او مقامونو خاوندان دي او ترهغې چې دغه کسان له هره پلوه ځواکمن وي؛ دا راپور به افشاء نه شي.

د دې کارپوهانو له ډلې داود مایار ازادي رادیو ته وویل:

((زورواکان او د لوړو مقامونو خاوندان چې په دې لست کې راغلي؛ په خپل زور د دې لست د افشاء کولو مخه نیسي. زورواکان هغه کسان افشاء کوي چې د دوی په ګټه نه وي؛ زما په اند ترهغې چې دا کسان همداسې زور مندان وي؛ دا لست به افشاء کولو ته پرې نه ږدي.))

که څه هم دوه کاله د مخه د هاک نړیوالې محکمې د افغانستان د یو زرو درې سوه اوه پنځوسم او اته پنځوسم لمریزو کلونو د کورنیو جنګونو د قربانیانو یو پنځه زره کسیز لست خپورکړ؛ خو د افغانستان د بشر د حقونو خپلواک کمیسیون تراوسه د جنایتکارو او مجرمینو لست په ګوته نه کړ.

خلک وايي، په هېواد کې اوس هم د بشر له حقونو سرغړونه روانه ده؛ خو په هکله ملي او نړېوال اړوند ارګانونه؛ چپه خوله پاتې دي.
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس (آوا)
https://avapress.com/vdcbfwb88rhb85p.q3ur.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته