کري پرون په واشنګټن کې د کارنیګي د سولې په نړېوال انسټیټیوټ کې په خبرو کې وویل:"موږ ټول په دې خبرې موافق یو چې دې ته اړتیا لرو چې یوه سیاسي حل لاره وموندل شي.
موږ ټول موافق یو چې د داعش یا د بلې هرې تروریستي ډلې د بریالیتوب مخه باید بیخي ونیول شي.
موږ ټول له دې سره موافق یو چې دا ضروري ده چې د سوریې دولت او د دې هېواد ادارې چې د یوې متحدې او سیکولر سوریې د خدمت لپاره جوړې شوې، وساتلی شي."
کري دغه راز وویل، هغه ستونزې چې نن ورځ موږ ورسره په سوریه کې مخامخ یو هماغه د تورو لړو یوه برخه ده.
تمه ده چې کري په دې خبرو کې چې نن د اتریش په پلازمینه کې پیلیږي او سبا به هم دوام وکړي، د یو شمېر هېوادونو د بهرنیو چارو له وزیرانو سره وګوري.
د ایران د بهرنیو چارو وزیربه هم د ویانا په نړېواله غونډه کې ګډون وکړي.
د سوریې پرکړکېچ د بحث غونډه چې نن "پنجشنبه" د امریکا، سعودي عربستان، روسیې او ترکیه له لوري پیل کېږي، د ایران په شمول مصر، لبنان او نور هېوادونه به په راتلونکو ورځو کې ورسره یوځای شي.
د اروپايي اتحادیې د بهرنۍ پالیسي مشرې فیدریکا موغیریني هم تایید کړې چې نن په دې غونډه کې برخه اخلي.
ظریف پرون د روسیې له باندنیو چارو وزیر سره د سوریې پرشخړه ټېلفوني خبرې وکړې.

سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس (آوا)