دخپریدو نیټه :پنجشنبه ۷ عقرب ۱۳۹۴ ساعت ۱۴:۰۸
د مطلب کود : 118352
افغان حکومت له جرمني وغوښتل چې افغان مهاجرین دې نه باسي
د جرمني د کورنیو چارو وزیر توماس دي مایزیري پرون اعلان وکړ چې په جرمني کې اکثره دېره افغان پناه غوښتونکي به بېرته خپل هېواد ته واستول شي.

د جرمني د کورنیو چارو وزیر وویل چې په ډېرو برخو کې د کډوالو په تړاو د جرمني په پالیسۍ کې بدلون راغلی چې پراساس به یې افغان کډوال به بېرته خپل هېواد ته واستول شي.

ده د افغانانو د بېرته لېږلو دلیل دا وباله چې د افغانستان ډېرې برخې امن او خوندي دي او افغانان د ده په وینا هلته تللی شي.

د جرمني د کورنیو چارو وزیر وویل له همدې کبله به د اکثرو افغانانو د پناه غوښتنلیکونه رد کړای شي.

ده زیاته کړه، جرمني به د افغانستان له حکومت سره د پناه غوښتونکو د بېرته ستنولو په برخه کې په ګډه کار وکړي.

خو د افغانستان د کدوالو او بېرته ستنېدونکو د وزارت مطبوعاتي سلاکارحفیظ احمد میاخېل وايي چې د افغانستان په ډېرو سیمو کې جګړه روانه ده او جرمني او نورو هېوادونو ته تللي افغان کډوال د اقتصادي تنګسې له کبله نه دي مهاجر شوي.

جرمني چې اروپاته د ور روانو کډوالو او پناه غوښتونکو ډیرې برخې ته یې په خپله خاوره کې ځای ورکړی، د هغوی لپاره د سرپناه په برابرولو کې له ستونزو سره مخامخ دی. دې هېواد ته روان کال په سلګونو زره کډوال او پناه غوښتونکي ورغلي دي.

د افغانستان د کډوالو چارو وزارت مطبوعاتي سلاکار له جرمني او نورو اروپايي هېوادونو وغوښتل چې په اوسنیو شرایطو کې افغانان له خپلو خاورو ونه باسي.

جرمني ته سږ کال تر ټولو زیات کډوال له سوریې څخه ورغلي او دا هېواد وايي چې سوریه وال د دې لپاره تر ډیره د پناه غوښتونکو په توګه د منل کیدو چانس لري چې په هېواد کې یې کورنۍ جګړه روانه ده.

جرمني چې په افغانستان کې د نړېوالو مرستندویه ځواکونو په ماموریت کې د اوږدی مودې مرسته کړې، په اوس وخت کې د دې هېواد۹۴۴ عسکر د ناتو د غوڅ ملاتړ د ماموریت په چوکاټ کې خدمت کوي.
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس (آوا)
https://avapress.com/vdcftcdy0w6dyma.,ziw.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته