دخپریدو نیټه :يکشنبه ۱ قوس ۱۳۹۴ ساعت ۱۳:۳۲
د مطلب کود : 119409
دکندز دپيښو په باره کې دحقيقت موندلو هيئت دخپلوکړنو رپوټ دشنبه په ورځ له رسنيو سره شريک کړ
دافغان غږ(افغان غږ خبری آژانس) اژانس دخبريال دخبر له مخې، دلنډ مهال لپاره دطالبانو لاس ته دکندز له لويدو وروسته جمهور رييس دامر الله صالح او دفاروق وردګ په مشرۍ يو هيئت موظف کړچې دطالبانو له خوا دکندز ولايت دنيول کيدو څرنګوالى وڅيړي او دنتيجو په باب دې رپوټ وړاندې کړي.

ددغه هيئت د رييس امر الله صالح دڅرګندونو له مخې رپوټ په دوه سوه مخونوکې برابر او جمهوري رياست ته وړاندې شوى دى.

دده دڅرګندونو له مخې دطالبانو له خوا دکندز دنيول کيدويو عامل په کمزوري مديريت کې نغښتى دى

ده دغه راز طرحه کړه چې ټولې کمزورتياوې اونيمګړتياوې په رپوټ کې ځاى کړى شوي دي او رپوټ جمهوري رياست ته وړاندې شوى دى.

ده له جمهور ريس څخه وغوښتل چې د رپوټ په عملي کولو کې چې په بيطرفانه ډول برابر شوى دى اقدام وکړي

امر الله صالح ټينګاروکړ چې هيئت غير حکومتي دى او ټولې مسئلې څيړلې شوي او هيڅ يوه برخه له قلم څخه نه ده پاتې شوې.

دکندوز د سقوط د څېړنې حقیقت موندونکي پلاوي مشر امرالله صالح وايي، چې د یاد ولایت د سقوط تر شا لوی بهرني استخباراتي لاسونه وو.

هغه زیاته کړه، چې د کندز د جګړې له پاره طالب قومندانانو له ګاونډي هېواد پاکستانه لارښوونه اخیسته.

امرالله صالح وویل، چې د کندوز د سقوط په اړه د توطیې تيوري هيڅ اساس نه لري او دغه اوازه بې بنسټه ده.
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdcjyhevhuqevxz.b,fu.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته