دخپریدو نیټه :دوشنبه ۲۴ حوت ۱۳۹۴ ساعت ۱۹:۴۵
د مطلب کود : 123793
جمهور رئیس غني په انقره ښار کې پر شوي ترهګریز برید خواشیني څرګنده کړه
د افغانستان د اسلامي جمهوریت ,ولسمشر محمد اشرف غني د ترکیې په مرکز انقره ښار کې
د پرون ماښام ترهګریز برید په هکله چې په پایله کې یې یو شمېر ملکي وګړي شهیدان او ټپیان شول، سخت خواشینی شو.

جمهور رئیس د دغه ترهګریز برید د غندلو پرمهال وویل، افغانان تر نورو د ترکیې د خلکو درد او رنځ زیات درک کوي، ځکه له کلونو راهیسې زموږ بې ګناه هېوادوال د ترهګریزو بریدونو قربانیان دي.

د هېواد جمهور رئیس ترهګري د بشریت دښمن وباله او یو ځل بیا یې د دې شومې پدیدې پر وړاندې د نړۍ د هېوادونو په ګډه مبارزه ټینګار وکړ.

جمهور رئیس غني د ترکیې حکومت، د شهیدانو کورنیو او د ترکیې خلکو ته خپل د خواخوږۍ او ډاډګېرنې مراتب څرګندوي.


https://avapress.com/vdcaoen6e49nu01.hxk4.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته