اجرائیه رئیس د ملي یووالي حکومت د کار د پای په اړه لید لوري حیرانوونکي بولي.
عبدالله عبدالله د وزیرانو شورا په غونډه کې وايي چې د ملي یووالي حکومت عمر پنځه کاله دی او زیاتوي چې د ملي یووالي حکومت د رامنځته کېدو په هوکړه لیک کې د دغه حکومت دعمر په اړه څه نه دي ویلي شي.
په داسې حال کې چې یو شمېر حقوق پوهان او د ولسي جرګې غړي د ملي یووالي حکومت موده دوه کاله بولي خو اجراییه رئیس د وزیرانو شورا په غونډه کې دغه نظرونه د سیاسي هوکړهلیک له متن څخه د دوی د بې خبرۍ له امله ګڼي.
اجرائیه رئیس زیاته کړه:"د ملي یووالي حکومت په اړه د جان کېري له خبرو څخه وروسته،اورېدلي مې دي چې یو شمېر ډلې چې ځانته اپوزېسیون وايي،د حکومت د کار په اړه تبصرې کوي؛زموږ په اند هغوی د دغه هوکړهلیک په اړه په بشپړه توګه خبرتیا نهلري او دا زموږ لپاره د تعجب وړ ده".
عبدالله عبدالله، د امریکا د بهرنیو چارو د وزیر سفر له افغانستان سره د نړیوالې ټولنې د مرستو د دوام لپاره ارزښتمن بولي او د نړیوالې ټولنې او افغانانو په وړاندې د افغان حکومت د ژمنو په عملي کېدو ټینګار کوي.
ښاغلي عبدالله زیاته کړه: " د نړیوالې ټولنې د مرستو دوام او د ملي یووالي حکومت کار د افغانستان لپاره ډېر اړین دی.د دغو مرستو لپاره موږ باید خپله ژمنه،چې له نړیوالې ټولنې او خلکو سره مو کړې وه پلي کړو او په دې لړ کې د هر وزیر ونډه مهمه ده".
له بلخوا د ولسي جرګې یو شمېر غړي تر پنځو کلونو پورې د ملي یووالي حکومت د کار د دوام په اړه بېلابېل نظرونه لري.
د ولسي جرګې غړي ظهیر سعادت څرګنده کړه: "کهچېرې د ملي یووالي حکومت مشران هغو ژمنو ته چې له خلکو سره یې کړي دي عملي نه کړي،اړتیا ده چې جان کېري د حکومت د کار دوام ته مشروعیت ورکړي،خلک دغه حکومت ته مشروعیت ورکړي".
د ولسي جرګې غړي غلام سرور عثماني هم وویل: "زموږ په باور د جان کېري دا کار په څرګنده توګه د افغان حکومت په کار کې لاسوهنه ده؛په داسې حال کې چې افغانستان قانون ولري،څه اړتیا ده چې بهرنی سیاستوال زموږ حکومت ته مشروعیت ورکړي".
په ټاکنیز نظام کې د اصلاحاتو راوستل، تر دوو کلونو پورې د اساسي قانون د تعدیل د لویې جرګې جوړېدل او همداراز د اجرایي ریاست د برخلیک روښانه کول د ملي یووالي حکومت د موافقې له مهمو ټکو څخه دي، خو ډېری کارپوهان په دې باور دي چې د دغه حکومت له کاره د یوه نیم کال په تېرېدو سره ولسمشر او اجرايي رئیس د دغو موافقو په عملي کولو کې ناکام و.