دخپریدو نیټه :شنبه ۴ ثور ۱۳۹۵ ساعت ۱۳:۳۷
د مطلب کود : 125359
د یوې ښځینه ښوونځي څلویښت زده کوونکي مسمومې شوي دي
د فراه ولایت د عامې روغتیا رییس ډاکټر عبدالجبار شایق وايي، نن سهار د دغه ولایت مرکز کې د یوې ښځینه ښوونځي څلویښت زده کوونکي مسمومې شوي دي.
د فراه ولایت د عامې روغتیا رییس ډاکټر عبدالجبار شایق وايي، نن سهار د دغه ولایت مرکز کې د یوې ښځینه ښوونځي څلویښت زده کوونکي مسمومې شوي دي.
د ښاغلي شایق په وینا، دغه زده کوونکي د فراه ښار مرکز کې د چهار باغ نومې ښوونځي زده کوونکي دي او په ګلخانه یي ګازو باندې مسمومې شوي دي.
د فراه روغتون مسوولینو وايي چې مسمومې شوي زده کوونکي روغتون ته لیږدول شوي او روغتیايي وضیعیت یې د اندیښنې وړ نه دی.
ویل کیږي، مسمومې شوي انجونې د پنځم او شپږم ټولګي زده کوونکي دي.
د فراه والي، د دغې پیښې پخلی کوي او وايي چې د پیښې د عاملانو د پیژندلو او نیولو په اړه څیړنې دوام لري.
https://avapress.com/vdcammn6o49nue1.hxk4.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته