دخپریدو نیټه :پنجشنبه ۹ ثور ۱۳۹۵ ساعت ۰۹:۳۲
د مطلب کود : 125618
پوځی عمیلات زور اخلی
د ولسمشر غني له امر وروسته ، ټول هیواد کې د طالبانو پروړاندې پوځي عملیاتو زور اخیستی.

د ولسمشر غني له امر وروسته ، ټول هیواد کې د طالبانو پروړاندې پوځي عملیاتو زور اخیستی.

ویل کیږي چې تیره شپه هیودا امنیتي ځواکونو د یولړ ځانګړو عملیاتو پایله کې د ملي امنیت پر لسم ریاست چې برید ترسره شوی وو یوشمیر طرحه کوونکي کسان نیولي دي.

په ورته وخت کې کندوز ولایت چهار درې ولسوالې کې د امنیتي ځواکونو عملیاتو پایله کې ۱۰ طالبان وژل شوي او ۲۰ نور يې ژوندي نیولي دي.

همداراز یاد ولایت چهار درې ولسوالې په ځينو سیمو کې د ملي اردو، پولیسو او ملي امنیت ریاست ځواکونو ګډو عملیاتو پایله کې ۱۰ طالب وسلوال وژل شوي دي.

رپوټونه وايي چې د کندوز په شپږو ولسوالیو کې طالبانو ته درنه مرګ ژوبله اوښتې ده، کوماندو او نورو امنیتي ځواکونو یاد ولایت کې د طالبانو د ځپلو په موخه چاڼيز عملیات پیل کړي دي.

په ورته وخت کې تیره اونۍ په کابل کې د یو ځانمرګي برید پایله کې سلګونه کسان ووژل او ټپیان شو نو بې پوښتنې نه دي پاتی، ځيني امنیتي سرچینې وايي، تیره شپه د یاد برید ځيني طرحه کوونکي نیول شوي دي.

افغان حکومت د تیرې اونۍ د برید د عاملینو په لټه کې دي.

په ورته وخت کې تیره شپه د هیواد تخار، بغلان او فاریاب ولایتونو کې امنیتي ځواکونه د طالبانو سره په نښته کې دي،خو یادو ولایتونو کې د طالبانو ټول بریدونه له ماتې سره مخ شوي دي.

سرچينه : کندهار ملی تلویزیون
https://avapress.com/vdcizwazvt1arq2.k6ct.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته