دخپریدو نیټه :سه شنبه ۱۱ جوزا ۱۳۹۵ ساعت ۱۵:۵۶
د مطلب کود : 127033
سرتاج عزیز: دملامنصورمړینه به دسولې دخبرو دبهیردکمزورتیالامل شي
د ملا منصور وژنې روسیې سره د طالبانو اړیکو کې خنډ نه دی جوړ کړی. افغانستان لپاره د روسیې ځانګړی استازی وايي د ملا منصور له وژنې وروسته هم مسکو سره د طالبانو اړیکې دوام لري.

د ملا منصور وژنې روسیې سره د طالبانو اړیکو کې خنډ نه دی جوړ کړی.

افغانستان لپاره د روسیې ځانګړی استازی وايي د ملا منصور له وژنې وروسته هم مسکو سره د طالبانو اړیکې دوام لري.

بل خوا پاکستان کې د افغانستان سفیر حضرت عمر زاخیلوال، د پاکستان د لومړي وزیر سلاکار سرتاج عزیز سره لیدنه کې د سولې خبرو په اړه بحث کړی.

سرتاج عزیز وايي د ملا منصور وژنه د افغانستان د سولې خبرې نه کمزورې کوي.

دملااخترمحمدمنصورله وژل کیدو وروسته ،دلومړي ځل لپاره عمرزاخیلوال دپاکستان دلومړي وزیرله سلاکارسرتاج عزیز سره، دسولې دخبرواودغه بهیرباندې دملامنصوردمړینې داغیزپه اړه خبرې کړې.

سرتاج عزیز وايي چې دملااخترمحمدمنصورمړینه به دسولې دخبرودبهیردکمزورتیالامل شي.

دمې په یوویشتمه دامریکادبې پیلوټه الوتکې په بریدکې دملااختر محمد منصوروژل کیدو، افغانستان کې جګړه پیچلې کړې اوموږ باورلروچې دغه کاربه دسولې دخبرو په بهیرناوړه اغیزوکړي.

په ظاهره پاکستان پردې پوه شوی چې په خاوره کې یې له ترهګروملاتړ، له نړۍ سره یې داړیکوپروړاندې خنډشوی.

اوس پاکستان له همدې امله دترهګرودله منځه وړوپه موخه هڅې پيل کړې، خوټینګارکوي چې دغه کارافغانستان کې له سولې اوثبات سره تړاولري.

زه فکرکوم چې پاکستان کې دترهګروملاماته شوې ، موږبه دوی ته په بشپړډول ماتې ورکړو ، ترهګرتراوسه دپرمختګ لپاره کارکوي ، خوموږ بریالیتوب ته نږدې شوي یو،په همدې حال کې ټولې دغه بریاووکه چیرې افغانستان کې سوله ټینګه نشي، بې پایلې به وي.

دپاکستان دغه څرګندونې به څومره رېښتینې وي؟

ددې خلاف ، دملااخترمنصوروژل کیدل ،له دغې ډلې سره دروسیې په اړیکوکې اغیزنه لري،څرنګه چې افغانستان لپاره یې دروسیې ځانګړی استازی ورباندې ټینګارکوي.

موږافغانستان کې دسولې دخبرودپرمخ بیولواودروسیې دملي امنیت دټینګولوپه موخه ، دملاهبت الله اخندزاده په مشرۍ دطالبانوله ډلې سره به اړیکوته دوام ورکړو.

دشنوونکوپهباور ،دملااخترمحمدمنصوروژل کیدل دسولې دخبروبهیرپيچلی کوي

خوپه ظاهره هڅې دادي څوطالبان دخبرومیزته راکاږل شي.

 
https://avapress.com/vdcbfzb8frhb5gp.q3ur.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته