دخپریدو نیټه :سه شنبه ۱۱ عقرب ۱۳۹۵ ساعت ۱۰:۱۴
د مطلب کود : 133012
د افغانستان د امنیتی ځواکونو د تلفاتو پراختیا په ۲۰۱۶ کال کی!
د افغانستان د څیړنی دفتر د یوبیانیی په خپرولو سره اعلان کړ: د افغانستان د امنیتی ځواکونو د تلفاتو شمیر په ۲۰۱۶ کال کی د نورو کلونو په پرتله ډیر سوی دی.
د افغان غږ خبری آژانس د بیانیی په اساس، د ناتو د نقش تبدیلیدل په مشورتی او آموزشی نقش باندی، د افغانستان امنیتی ځواکونه د خپل ماموریت د دوهم کال خلاصیدو ته نږدی کیږی اودا په داسی شرایطو کی دی چی د محلی ځواکونو د تلفاتو شمیر فاجعه باره دی. 
         په ۲۰۱۵ کال کی تقریبآ ۵۰۰۰ امنیتی ځواکونه وژل سوی دی او تقریبآ ۱۵۰۰۰ تنه نورد طالبانو په لاس ټپیان سوی دی. 
         خو د افغانستان د بیارغونی د څیړنی د دفتر د دری میاشتنی بیانیی په اساس د امنیتی ځواکونو تلفات په ۲۰۱۶ کال کی تر دی هم ډیر سوی دی. 
         دا بیانیه اضافه کوی چی د سږ کال د جنوری د لومړی نیټی څخه د آګست تر ۱۹ پوری، په مجموعه کی ۵۵۲۳ افغانی نظامی ځواکونه ددی هیواد په خشونتونو کی وژل سوی او ۹۶۶۵ تنه نور ټپیان سوی دی. 
         خشونتونه د طالبانو له لوری اونورو شورشی ډلو له لوری د دوبی په فصل کی پراختیا پیدا کړی دی خو په احتمال سره د امنیتی ځواکونو تلفات به تردی هم ډیر سی. 
         جان ساپکو کل څیړونکی په دی بیانیی کی اعلان کړ: د تلاشونو او بیاجوړونی په وړاندی اساسی چالشونه د طالبانو او نورو ډلو له لوری بلل کیږی. 
         جان نیکولسون د امریکا د ځواک جنرال او د امریکا د ناتو ارشد قوماندان په افغانستان کی یو هفته مخکی هشدار ورکړی وو چی ددی ځواکونو په رهبری کی اساس مشکلات ددی ځواکونو په تلفاتو کی ډیروالی راوړی دی. 
         دا بیانیه همچنان د روحیی په ډیریدو سره د افغانستان د نظامی صفوفو په منځ کی ټینګار کوی چی په اجتماعی کلیدی برخو کی لکه په فقر، بیکاری، د ښځو حقوق او نورو کی لاسته راوړنی په ۲۰۱۶ کی کموالی موندلی دی. 
         دا بیانیه اضافه کوی: فرهنګی سنتونه او د خشونت او شورشونو دوام همچنان د افغانستان فیزیکی امنیت او سلامت تهدیدوی او دهغوی د واردیدو څخه په عمومی فعالیتونو کی مخنیوی کوی. 
         د افغانستان دولت تراوسه هم د دوه پر دریمی جمعیت یعنی ۳۰ میلیونه کسو باندی کامل کنترول لری.
https://avapress.com/vdcfymdy0w6dmxa.,ziw.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته