دخپریدو نیټه :چهارشنبه ۲۴ قوس ۱۳۹۵ ساعت ۲۰:۲۵
د مطلب کود : 135314
جمهور رئیس غني د ملي جنبش ګوند مرکزي شورا یو شمېر غړو سره وکتل
د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهور رئیس محمد اشرف غني نن له غرمې وروسته د ملي جنبش ګوند مرکزي شورا یو شمېر غړو سره په ارګ کې وکتل.
په پیل کې د جوزجان والي لطف الله عزیزي د دې ګوند د غړو په استازیتوب خبرې وکړې وې ویل، موږ د احمدخان ایشچي په هکله د حکومت د دې موقف ملاتړ او مننه کوو چې موضوع به د عدلي او قضایي پروسې په چوکاټ کې وارزول شي .
هغه د مسالې د حل غوښتونکی شو او زیاته یې کړه، هېواد په حساس پړاو کې قرار لري او موږ ستاسو په توانمندۍ باور لرو، هیله ده چې دا ستونزه ژر حل شي
. د هېواد جمهور رئیس د ملي جنبش ګوند د مرکزي شورا غړو ته د ښه راغلاست په ترڅ کې وویل، مننه چې په حساسو شرایطو کې د مشورې او بحث په موخه راغلئ، زه د جمهور رئیس په توګه د قضاوت په ځای کې قرار نه لرم، له هغه ځایه چې موضوع حقوقي جنبه لري باید له دې جهته هر اړخیزه څېړنې، عادلانه او مستقلانه قضاوت وشي. جمهور رئیس محمد اشرف غني وویل، موږ هر یو مسوولیت لروچې د قانونیت، د امنیت د حس ایجاد او عمومي ارامۍ په ساتنه کې کوښښ وکړو او دې موضوع ته رسیدګي زیاتې حوصلې او د عدلي او قضایي سکتور مستقلانه کار ته اړتیا لري.
https://avapress.com/vdccspqs02bq118.5ja2.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته