دخپریدو نیټه :شنبه ۲۵ جدی ۱۳۹۵ ساعت ۰۸:۰۸
د مطلب کود : 136549
لس میاشتې کیږي، چې د کانونو او پټرولیم وزارت وزیر نلري
څه نا څه لس میاشتې کیږي،چې د کانونو او پټرولیم وزارت وزیر نلري او د سرپرست لخوا اداره کیږي.
د افغان غږ خبری آژانس آژانس د خبر له مخی : د کانونو او پټرولیم وزیر لس میاشتې مخکې استعفا ورکړې او د کانونو په چارو کې لاسوهنه یې د خپلې استعفا لامل ګڼلی و. دغه وزارت تر اوسه د سرپرست لخوا اداره کیږي.

د ولسي جرګې ځيني غړي د ملي یوالي حکومت پررهبرانو تور لګوي،چې شخصي او فردي ګټې پالي او نه غواړي د وزارت لپاره نوی وزیرمعرفي کړي.

د ولسي جرګې غړی صادقي زاده نیلي وايي،چې لهکانونو او طبیعي زیرمو سره سرسري چلند د هېواد په زیان تمامیږي.

د کانونو او پټرولیم وزارت د پروژو ريیس ذبیح الله سروري وايي،چې ورځنۍ چارې یې په منظمه توګه پرمخ ځي.

د نوموړي د څرګندونو له مخې؛ د تېلو او ګازو د ساحې د پراخولو، د نویو سروې ګانو تر سره کول، د ګازو د څاګانو بیا رغونه او د کارخونو د ظرفیت لوړول د دوی د نویو کارونو څخه دي،چې روان دي.

ویل کیږي، چې دغه وزارت د ملي وحدت حکومت په دوه کلن پېر کې د تېلو د استخراج او چاڼ په اړه له ملي او نړیوالو کمپنیو سره پیل شوي کارونه ځنډولي او په دې اړه یې هیڅ راز پرمختګ ته زړه نه دی ښه کړی.
https://avapress.com/vdcdo90fnyt0sk6.lb2y.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته