د آفغان غږ
افغان غږ خبری آژانس(آژانس) په خبر سره، ترزامی؛ د انګلیس لومړی وزیره، امریکا ته په سفر سره د دونالد ترامپ سره په کتنه کی اظهار درلودی: امریکا او انګلیس هیڅ وخت د نړی د تغیر لپاره د خپل تصویر په اساس یو هیواد باندی تیری نه کوی.
هغه د امریکا جمهوری غوښتونکی قانون ګذارانو ته په خطاب کی متعهد سو چی نور به د غرب نظامی لشکر کشی په اړه ماته سوی سیاستونه به عراق او افغانستان ته تکرار نه سی.
ترزا اضافه کړ: دا زموږ ګټه دی چی انګلیس او امریکا د خپل مشترک ګټو او ارزښونو څخه د دفاع لپاره د یو بل ترڅنګ دی.
دا اظهارات په داسی حال کی مطرح کیږی چی دونالد ترامپ د امریکا رئیس جمهور په ویدئویی کنفرانس کی د امریکایی سرتیرو څخه د قدردانی ترڅنګ چی په افغانستان کی دی، د هغوی څخه د ملاتړ اعلام وکړ.
د امریکا رئیس جمهور ددی نه مخکی هم امریکایی سرتیرو ته چی د بګرام په نظامی پایګاه کی مستقر دی ویلی وو چی خپل مبارزی ته ادامه ورکړی ځکه چی امریکا به بریالی سی.
ددی خبرو په شتون، افغان طالبان په یو عکس العمل سره د یو بیانیی په خپرونی سره اعلام کړی وو چی د امریکا سیاست د افغانستان په وړاندی به تر بیا ارزونی لاندی ونیول سی او د جورج بوش او اوباما تګلوری ته په افغانستان کی ادامه ورنه کړی.