د افغان غږ(
افغان غږ خبری آژانس) آژانس د خبرله مخی،
د فاریاب سیمهييز چارواکي نن چهارشنبې( دغبرګولي۱۷مه) وايي چې دې ولایت کې د افغان ځواکونو پر پوستو د برید په پایله کې ۶ طالب وسلهوال وژل شوي دي.
دا چارواکي زیاتوي چې برید په پښتونکوټ ولسوالۍ کې شوی دی.
په دې نښته کې یو شمېر طالب وسلهوال ټپیان شوي هم دي.
د فاریاب ولایت د پولیسو ویاند، کریم یورش څرګندوي چې د افغان ځواکونو او طالبانو ترمنځ نښته تېره ورځ وشوه.
ښاغلي یورش زیاته کړه چې په دې نښته کې افغان ځواکونه وتوانېدل چې د طالبانو برید په شا وتمبوي.
نوموړي د ا فغان ځواکونو مرګژوبلې په اړه څه ونه ویل.