په پلازمینې کابل ښار کې د پاکستان پوځ د استخباراتو یا د ISI یوه مهم ملګری او د ځانمرګي بریدونو طراح د امنیتي ځواکونو له خوا نیول شوی.
د افغانستان د ملي امنیت ریاست په یوه بیان کې لیکلي، چې ملا سولګل مشهور په مولوي بشیر چې د وسله والو طالبانو یوه مهم غړی دی، او له ۱۲ کلونو راهیسې په یو شمېر مهم بریدونو کې لاس درلود، د ملي امنیت ریاست د موظفینو له خوا نیول شوی دی.
خبرپاڼه زیاتوي، چې نیول شوی کس له کلونو راهیسې کابل ښار ته د ځانمرګو بریدګرو د انتقال په چارو هم مهم رول درلود.
د ملي امنیت ریاست په وینا، مولوي بشیر د ترهګریز بریدونو ترڅنګ په کابل ښار کې د سوداګرو او بهرنیو وګرو په اختطاف کې هم ښکیل و او نومړی عموماً د لوګر له خروار او یا هم له میدان وردګو ولایت څخه په ترهګریز او نورو جنایي فعالیتونو بوخت و.
د افغانستان د ملي امنیت ریاست وایي، مولوي بشیر د پاکستان پوځ د استخباراتو ترڅنګ د حقاني له ترهګرې شبکې سره هم نژدې اړیکي درلود.
ملي امنیت ریاست وایي، مولوي بشیر په وروستیو کې د پاکستان پوځ د استخباراتو یوه لوړپوړی جنرال تر مشری د خالد بن ولید په نوم د یوه نوې جبهې مشری هم په غاړه درلود.